ټاکل شوي چې په اندونیزیا کې د اندونیزیا ، افغانستان او پاکستان د علماوو يو ګډ او ستر کانفرانس جوړ شي چې د اسلام له نظره به په افغانستان کې د روانو جنګ جګړو ، سولې او ټيکاوو په اړه پراخه دیني بحثونه وشي او په دي اړه به بیلابیل نظریات وړاندي شي او حقې فتواګانې به ورکړاي شي.
امکان ده ولري چې په دغه کانفرانس کې د نورو هیوادونو علما هم ګډون وکړي خو تر ټول مهمه دا ده چې د پاکستان علما په دغه کانفرانس کې ګډون کوي ، کومو چې تل د پاکستان د څارګرۍ اداري ISI په اشاره په افغانستان کې جهاد روا او جنګ جګړو ته يي روایت ویستلي .
په اصل کې خو که پام وشي ، په افغانستان کې اوس مهال وسله والو ډلو که هغه طالبان دي او یا هم نورې دي کوم کارونه چې کوي ټول يي د اسلام له نظره ناروا دي .
ځکه په ایت او حدیثونو سره دا ثابته شوي چې په قصدي ټول د انسان وژنه يو ناروا عمل دي خو دلته وسله والي ډلي بیا هر ورځ دغه ډول ناروا وژني کوي .
ځينې دينې علما، قومي مخور او نور مسلمانان ورونه په یوه او بله پلمه وژني او ځينې خو يي بیا په ښارونو ، کلیو او بانډو سربیره د خدای ج په کورونو مسجدونو کې هم چاودني او ځانمرګي بریدونه ترسره کوي او بې ګناه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي .
تر ډيره دغه ډلو ته د پاکستاني مولیانو له لوري په دي برخه کې غیري اسلامي فتواګاني ورکول کیږي او وسله والي ډلي چې د پاکستان د حکومت او په تېره بیا د ISI‌تر اغیز لاندي دي پري باور کوي او د عمل جامه وراغوندي .
افغانستان چې يو اسلامي هیواد دي او په محاکمو او نورو ځايونو کې د اسلام له نظره فیصلي کيږي ، هر ډول کار چې شریعت ناروا بلل د افغانستان په قانون کې هغه بند او که څوک يي وکړي مجرم پيژندل کیږي .
ښه بیلګه يي د شرابو څښل ، پلور او پیر دي چې دلته پري بندیز لګیدلي خو په پاکستان کې بیا برعکس کار دي ، په افغانستان کې قانون د دي اجازه نه ورکوي چې کوم ځاي کې دي د فخشاوو مرکز جوړي خو پاکستان کې بیا په بیلابیلو ښارونو کې ښکاره داسي ځايونه شته چې فحشاوي په کې ترسره کیږي .
نو بیا د کوم دلیل له مخې پاکستاني مولیان په افغانستان کې جهاد روا او پاکستان کې ناروا بولې ، دا ټول هغه څه دي چې په دي شان کانفرانسونو کې د پاکستان مولیانو دغه فتواووي ردیدلاي شي .
ښه خبره دا ده چې په دغه کانفرانس کې به ګډونوال ټول دیني علما په یوه اتفاق په افغانستان کې د اوسني جنګي وضعیت ، چاودنو ، ځانمرګو بریدونو او نورو هغه کړنو په اړه فتواګاني ورکړي کوم چې دلته يي طالبان او نوري ډلي ترسره کوي او دوي ځان برحقه هم بولي .
لکه مخې مې چې ذکر وکړ تر ډيره په طالبانو او نورو وسله والو ډلو کې داسي شیخ الحدیث یا هم د فتوا د ورکړي صلاحیت لرونکي مولیان نشته او دوي ټول د پاکستاني علماوو په خبرو او فتواوو عمل کوي او بیا بیلابیل ډول ناروا کړني چې پاکستاني مولیانو د پاکستان د څارګرۍ اداري په خوله نه د اسلام له نظره ورته روا ښودلي دي او دوي ترسره کوي .
خو دا چې اوس به په ګډه ټول مولیان څه پریکړه کوي دا به طالبانو او نورو ډلو ته ښه روښانه شي او ترڅنګ به يي هغه خلکو ته چې د اسلام له نظره د طالبانو او نورو ډلو سره په دغه ډول ناروا کړنو کې مرسته کوي هم روښانه شي .
او هغه خلک چې د طالبانو او نورو ډلو په څير د پاکستان د مولیانو د اغیز لاندي دي او هغوي هم په تبلغاتي برخه کې د دغه ډلو سره مرسته کوي هم معلومه شي چې اوسمهال په افغانستان کې جنګیدونکي طالب او نور جنګیالي په حقه دي او که په ناحقه .
زما په اند کیداي شي چې د دغه کانفرانس د ترسراوي وروسته ډير وسله وال چې تراوسه د پاکستاني مولیانو په ویناوو غولیدلي وو له جګړي لاس واخلي او هم به ډير مرسته کوونکي او تبلغ کوونکي په له پوهیدو وروسته چې دغه جنګ جګړي او نوري کړني د اسلام خلاف عمل دي لاس په سر شي .
نو ویلاي شم چې د سولې او ټيکاوو په راتللو کې د دغه پیلیدونکي کانفرانس اغیز خورا زیات دي ، او په دي برخه کې د افغان جګپوړو چارواکو هڅې او د اندونیزه هیواد د چارواکو مرسته د ستایني وړ ده .
خو که داسي نوري غونډي او کانفرانسونه نور هم ډير شي نو پرته له شکه چې سولې او ټيکاوو راتللو کې مثبت تمامیدلاي شي .
په اخره کې مې هغه طالبانو ته چې د پاکستاني مولیانو په غلط فتواوو تېروتلي دي هیله دا ده چې د دغه کانفرانس له کیدو وروسته کوم چې د پاکستان سربیره په کې د افغانستان او اندونیزیا تکړه او بااستعداد او لوي علما ګډون کوي د هغوي فتواګاني هم واوري او که رښتیا يي مبارزه د اسلام لپاره وي نو بیا دي پري عمل وکړي او که نه ؟ نو بیا به دا څرګنده شي د دوي پردي ګوډاګیان دي او د بل په اشارو نڅيږي .