پاکستان چې په افغانستان کې د فعالیت کوونکو وسله والو ډلو ملاتړي دي په تېره بیا د طالبانو دا چې اوسمهال په افغانستان کې د ټاکنو لپاره نوملیکنه روانه ده ، او پخوا په پرتله ورځ تر بلې د افغانستان په حالات کې بدلون راځي او د پرمختګ پر لور ګامونه اخلي نو اوس پاکستان غواړي چې په شکل د اشکالو د افغانستان د خپلواکۍ او ځان بساینې مخه ونیسي نو ځکه يي خو په افغانستان کې د وسله والو ډلو پرمټ کومې چې د اسلام تر نامه لاندې غیري اسلامي او انساني کړني ترسره کوي او د اسلام آباد له لوري تغذیه کیږي د ټاکنو د نوملیکنو ځايونه خپل هدف ګرځولي او چاودنې يي په کې پیل کړي دي .
دغه ډلي چې په ظاهره خپل جنګ او جګړو ته د اسلام نوم ورکوي، اوس مسجدونو په څیر مقدس ځايونه هم نه پریږدي او چاودنې په کې ترسره کوي او بې ګناه ولسي وګړي شهیدانوي او ځينې يي ژوبلوي .
تاسي به خبر یاست چې اوس تازه د خوست ښار د يعقوبيو اډې جومات کې وسله والو په يوه ناځوانمردانه برید (( چاودنه )) کې ۴۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولي ده .
خو کیداشي دا تلفات له دي هم زیات وي ، عيني شاهدان وايي چې ښايي د دغه چاودنې تلفات تر دې هم ډېر وي. ځکه دې جومات ته خلک د لمانځه لپاره راغلي وو چې چاودنه وشوه.
نو اوس تاسو ووايي چې په مسجد برید کول او یا هم د مسجد ورانول په کوم مذهب کې روا دي چې وسله وال په مسجدونو کې هم چاودنې ترسره کوي .
خو هر څه ښکاره دي د دي کار ترشاه د پاکستان د څارګرۍ اداري لاس دي او هغوي غواړي چې د وسله والو پرمټ دغه چاودنو ته زور ورکړي ترڅو دغه ملي پروسه چې اوس مهال په ولایتونو کې يي چاري ښه په تيزي او په ښه شان په مخ رواني دي ،د خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي .
خو وسله والي ډلي ده پردي وپوهیږي چې ستاسي دغه ناځونمردانه او د پاکستان د څارګرۍ ادارې ای ایس ای پراشاره کار د خلکو کلک اعظم نه شي کمزوره کولاي او نه به هم په دي برلاسي شي چې دغه چاره په ټپه ودروي او یا يي پروړاندي خنډونه ایجاد کړي .
بس تاسي نه نوره تمه نه شته ځکه تاسي ته مو چې څه بادار ووايي همغه کار کوي ، د بې ګناه ولسي وګړو په منځ کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې ترسره کوي او خلک د غم په ټغر کینوي نور نو ستاسي بل کار هم نه دي زده .
بله دا چې ستاسي د دغه ډول کارونو څخه دا په ډاګه کيږي چې نور نو د افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړي توان لري او د بزدله انسانانو په څير نن يو چیرته او سبا بل چیرته د خلکو په منځ کې چاودنې کوي او بې ګناه ولسونه وژني او ژوبلوي .
خو دا ياد ولري چې تاریخ به ستاسي دغه ناروا غیر اسلامي ګړني ضرور ولیکي او د دي سربیره به يو ورځ ضرور د خدای ج په دربار کې ودریږي بیا به څه ځواب ورکړي ؟
ځکه الله ج په قران پاک کې فرمائې : (وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا)

ژباړه: که چا یو مومن قصدآ قتل کړه ددی جزأ جهنم ده او همیشه به په جهنم کې وي د الله تعالی غضب به وی په دې باندې د الله تعالی لعنت وی په دې باندې او تیار شوی دی ددې لپاره عذاب لوی.
نو رحمان بابا څومره ښه ویلي دي (( د رحمان وینا به هله درپه یاد شي ... چې دي يو دیوال ته مخ بله ته دي شاه شي )) نو تاسي ته به هم د دغه کړنو جزا ضرور درکول کیږي ، ځکه په ورته ایات شریف کې هر څه روښانه ذکر شوي دي ، نو دي هر څه وروسته په دریغه ویلاي شم چې طالب ، داعېش ،حقاني ډله ، القاعده ، لشکري جنګجوي او نوري وسله والي ډلي په افغانستان کې د اسلام د نامه څخه په ګټي اخستني سره د پاکستان څارګرۍ اداري ته کار کوي او د هغوي په اشاره جنګیږي .
خو خیر په ورځ د محشر کې چې کله د حساب او کتاب میدان ته د يادو وسله والو ډلو مشران ، کشران ، ملاتړي او همکاران حاضر شي بیا به ضرور ورڅخه د دغه بې وزله خلکو يا مومینانو د وژلو ، کوم چې دوي يي په قصدآ وژني پوښتنه کيږي .
نو د خدای ج لپاره هغه خلکو ته وایم کوم چې د دغه ډلو په تبلیغ تیروتي دي ، پورته ایات شریف ته په کتو سره تاسي ښه فکر وکړي چې دوي څه کوي او هر ورځ په څه لګیاه دي ، که يي ښه تعقیب کړي ضرور به په دي پوه شي چې دوي ته امر د کوم ځای نه ورکول کیږي ، نو راځي نور مه تیروځي وسله مو کیږدي او د افغان حکومت سره يوځاي شي او د خپل هیواد او هیوادوالو د هوسایني او خوښيو لپاره لاس په کار شي ، چې هم مو دا دنیا هم مو هغه دنیا ښايسته شي ، کنه دا دنیا خو مو هسي هم خرابه ده خو هغه دنیا کې به په داسي کړنو راګیر یاست چې بیا به مو د خلاصون لاره هم نه وي.