ټاکل شوې چې په راتلونکو څو اوونيو کې لږترلږه ۵۰ تنه کډوال د استرالیا د مانوس او نایرو مهاجرت مرکزونو څخه د متحدو ایالاتو په لور روان شي.

د دغه کډوالو غوښتنلیکونه د چهارشنبې په ورځ بشپړ شول او هغوی ته خبر ورکړل شو چې په راتلونکو څو اوونیو کې به له هغو ۲۳۰ کسانو سره یوځای شي چې مخکې له مانوس او نایرو مرکزونو څخه تللي او اوس امریکا کې میشت دي.

د استرالیا او متحده ایالاتو د کډوالو د تړون له مخې تراوسه ۱۴۵ تنه له نایرو مرکزه او ۸۵ تنه له مانوس څخه متحده ایالاتو ته تللي.

په دې اړه د استرالیا د پارلمان یو غړي او مخکښ سیاستوال ډایرن چېستر خبریالانو ته وویل، استرالیا د متحدو ایالاتو سره خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوي او د دغه نوو کډوالو انتقال په دغه پروسه کې یو بل ګام دی چې د مانوس او نایرو کډوالو د مسلې د حل لپاره ترسره کیږي.

نوموړی وویل، مونږ باید دا هیڅکله هېر نکړو چې ولې دغه وضعیت سره مخ شوې یو؟ ځکه چې د لېبر ګوند د خپل حکومت پر مهال د پرانیستو دروازو تګلاره درلوده چې له امله یې ناقانونه کډوال د استرالیا په لور راتګ ته وهڅیدل، ګڼ شمیر يې په توقیف خونو کې واچول شول او له بده مرغه د همدغه تګلارې له امله ډیری په سمندرونو کې ډوب هم شول.

نوموړي همداراز وویل، مونږ اوس د دغه ستونزې د حل لپاره کار کوو. زمونږ د اوسني حکومت تګلاره د سرحدونو د ساتنې په برخه کې بریالۍ ثابته شوې او اوس مونږ د نورو هیوادونو سره د ملګرتیا او همکارۍ له لارې د کډوالو شته مسلې ته د حل لاره پیدا کوو.