د استرالیا د مهاجرت وزیر پیټر ډوټن د جمعې په ورځ په یو ځانګړي کنفرانس کې هغه راپورونه دروِغ او بې بنسټه وبلل کوم چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي وه او استرالیایي سواحلو ته يې د غیرقانوني کډوالو د نویو بیړیو د رارسیدو ادعا کړې وه.

نوموړي وویل، "زه غواړم ووایم چې دغه راپورونه بلکل ناسم او هسې په ټولنیزو شبکو کې د کډوالو د فعالانو ګونګسې دي. د رسنیو څخه مې هیله ده چې دغه ډول راپورونه لمړی تصدیق او بیا خپاره کړي."

نوموړي زیاته کړه، "کوم راپورونه چې د استرالیا د داروین سیمې په اړه دي، هغه کډوال نه بلکې کب نیونکي دی چی په ناقانونه توګه یې هلته فعالیت کوه او اوس د استرالیایي پولو ساتونکو لخوا نیول شوي."

د ښاغلي ډوټن په وینا څه نا څه ۳ کاله کیږي چې استرالیایۍ سواحلو ته هیڅ کومه یوه د کډوالو قاچاقی بېړۍ په بریالیتوب نه ده رارسیدلې، چې له امله یې دغه هیواد ته په خطرناکو سمندري لارو کې د راتلونکو کډوال مړینه هم پای ته رسیدلې ده.