غزل
ګـــرانــه هغه د پېغلتوب زړګی مې پاتې نه ده
ډک د الـفــت د مئینتوب زړګی مې پاتې نه ده
چـې تــا بــه حق مـــــــا به نه حق د پړي سر ونیوو
هـا د مستـۍ د لیـونتوب زړګی مې پاتې نه ده
چې یــــــو لحظه به مــــرور بېرته بــه بیا رضا شو
هغه پخــوا د ماشومـتوب زړګی مې پاتې نه ده
جانانه وس مـــــې د مطلب دنیا کې درس وئیلې
د صداقت د ساده تـــــوب زړګی مې پاتې نه ده
روښانه هسې مــــــــې پیغلوټي یادوې غزل کې
ګنــي هــــــغـه د زلمیتوب زړګی مې پاتې نه ده
سبیل روښان