دجګړوپلرونه

مشــره بيــادې واک تــه دولـــس قاتلا ن راوستل
خپـل څنـګ ته دې دواړه د ورانۍ اتلان راوستل

مـونږ له جګړو ستړې مشره،سوله امنيت غواړو
تــا بيرتـــه ميـدان تــه،دجګړو قاصدان راوستل

مــــــــونږ دمــرورو وروڼوبيا په خولا کول غواړو
دې کـــارتـه دې مشره،دجنګونو پلاران راوستل

تـا خـــــودولـــس ارزو دخـــاوروسره خاورې کړه
تــاچــې اوس شوراته،درغلګر وکيلان راوستل

نه جــــوړيږي خپل منځکې دنيا یی ننداره کوي
تاســـــو دملت کــورته ســـوچه ليونيان راوستل

لایی شـــوراجـــوړه نــه ده،عدل  انصاف نه مني
تاســـو ولسي جرګې ته ټول زورواکان راوستل

واوره دقيام مشـــره،خپل ځـان دې په غم واړوو
ځـــان تــه دې پخپله دلستــوڼي مـاران راوستل

الحاج الهام الدين قيام