نظم 

چی په ما دې رحم نشي

ته د بل لارو ته ګورې

دا په یاد درسره ساته

که هر څو ئی تکه سپینه

که ئی ښکلي لونګینه

دادې خوار په رقم مینه

به څوګ درنکړي شیرینه

 دا په یاد درسره ساته

که دې سپینې ګواتې سرې کړې

که د بل کور ته واده شې

یا د پلار په کور زاړه شې

په خپل ژوند به زړه نه زړه شې

بیا به ځان ته په غصه شې

دا په یاد درسره ساته

بیا به ډېره ئی پېښمانه

ټيټې سترګې به د ځان سره ته وائې

کاش چی ټول می واې منلي

چی ئی څه راته وئېلي

زه به تلې وم له کلي

یا به جوړ وي په ما څلي

دا په یاد درسره ساته

بیا به ځان ته په ښیرو وې

ارماني به مې د یو نظر لیدو وې

اې!

څه وړوکي خو وس نه ئی

خه خوښیاره ئی پخه ئی

دهیچا نه کمه نه ئی

ښکلي پېغله پښتانه ئی

 بس راځه په خدائ توکل کړه

 رانیږدې شه

تکه سپینه غاړه راکه

نوره اغه دغه پریږده

 خه په مینه غاړه راکه

 یاسین شفق