دټول کلي خفګان
داسې ورځ هيڅ نــه وي،چې دکلي يو کوروران نه وي
غم نـه وي ماتـــم نـه وي،دټــــول کلـي خـفــګان نــه وي

دلته څـوک راغلي،دوې زمــــــــونږ دبچو ښکار کوي
دوی تـرسـول نه کــوي،ښه سـم مـــــــــرګونئ وار کوي
کله په راکيټ کـله په تــو پ،پـه مونـــــــــږ ګوزار کوي
 نـه شـــــــرميږي دوی،بـلکه پــه دي کـار افـتخـار کوي
نـه پـوهيـــږم خـدايه،داوحشيــان بـــه انسانــان نـه وي
غم نـه وي مـــــاتـم نـه وي،دټــــول کلـي خـفګان نه وي

بــل پـــردئ راغلئ،ځــــان  زمونږه  مشر ورور بـــولي
اوس ځان ميلمه نـه بولي،ځان سم شريک د کوربولي
مونږه کشري وروڼه خــــو،هـــــريو دځـــان مزدوربولي
دئ چې هرڅه وواېې،په کــــړوېې مـــــونږ مجبوربولي
نه شته داسې وخت چې،دده لاس زمونږګريوان نه وي
غـم نــه وي ماتــم نـــه وي،دټـــول کلــــي خفګان نه وي

ورک شول جـــواسونــه،ټــول قبرونه له وطـن جوړ شول
دا زمــــونــږ  دکـلي ځـــوانــان ،واړه قبـــرکــن جوړشول
خلک مــو پـه خپل منځکې،ديــواوبـل دښمن جوړشول
کونـډې شـــوې بيشماره،يـتيمان پـلتـن پـلتن جوړشول
داسـې ورځ وي کمه ،چــې رامـــړه مــو چا ځوانان نه وي
غـــم نــه وي ماتــم نــه وي ، د ټـــول کــلـي خفګان نه وي

کـلـه بـه وي خــدايه،چــه مـــــو بـيا ولــس پــه ځان راشې
بــيــاوطـــــن تـــه بــېرتــه ،دوطــــن اصيل بـچيــان راشې
کښېنـي دجـــرګو پـــه ټــــغــــر، بـــيـــا هغه مشران راشې
ســـــوله،ارامـــي او هوســــــاېي پــــه هـــــــر افغان راشي
بــيـــا بـــه زياتي پاتــې،دقـــــيـام دزړه ارمــــــان نــه وي
جنګ نه وي جګــړه نـه وي،داکلي مونـــور  وران نه وي

الحاج الهام الدين قيام
والدورف،جرمني