غزل         
تانـه به حــق اخــلم په حسـاب پسې راغــــــــــلی یم
ما وژنې که تا مړکړم ثواب پسې راغـــــــــــــلی یم

خوښـه دې که کبرکړې که لار راسره په چـــــاکوې
بس ددې خبرې په ځــــــــواب پسې راغــــــــــلی یم

مونږ نه عقېـــده او خــواخوږي پردو اخیستي ده
زه هسې د ژونــد په ستړي باب پسې راغــــلی یم

دومره لـــــه اوږده مزل نه بېرته تږی ګرځمــــــــــــــه
ماګڼــــــــه دریاب خــوپـه سراب پسې راغــــلی یم

هاچې دبختیاراشناپه وینــــــــــــو دې لیـکلی دی
ګرانه ها دسروشونډوکتاب پسې راغــــــــــلی یم

بختیار ځدراڼ