دپردېس اواز
دلته دې سرو شګو کې
خړو سپیرو ډاګو کې
دتورښامار ســـمندر
په ساحلونو غـــاړو
دې تورو وچو غرو کې
دۍ دبیلتون ښکار شوی
یو ستړې ستړې انسان
په اسویلو پاییږي
په دې خچنه هوا
له شنه اسمانه لاندې
سپوږمۍ نه څه خبریږي
ستوري به څه وویني
دسره لړمون سره پروت
ستړي ژوندون سره پروت
دلته یوستړې انسان
ستړې ساګانې باسي
دغلامۍ پر زنځیر
تړلې شوې انسان
دمجبورۍ له لاسه
بې کوره شوې انسان
له خپل ژوندون نه مایوس
یو غم ځپلی انسان
دانتظار شیبو کې
پر خپلو اوښکو پايي
دادنسیم د وږمو
پر ډاډګیرنه ژوندۍ
دبړبوکۍ پر مټو
یار ته سلام استوي
بس خړ اسمان ته ګوري
دزړه پیغام استوي
دبیا وصال پر تمه
فقط ژوندۍ پاتې دی
نیم ژاندو هیلو سره
د قافلو سره ځــــي
جرس ستومانه ښکاري
ساه یې تر خولې راغلي
زړه ورخطا غونــدې دی
نظر کمزوری شانــــدې
دبیلتـــانــه پــــه غـــم کې
ژاړي اوشــــپې تیروي
مني چــې هــر څه شته دي
ښــکلي ښـــارونه دلته
دژوند هر یو سهولت
ښــــه مـــحلونه دلته
رنګ رنګ موټرې شته دي
ښـــه خوراکونه دلته
لـــه خوږې میــــنـې محروم
د چـــا مـــحـــل څـه کــوي
هر څو که زړه ډاډه کړي
په ډاډګیرنو نـــه شــــــي
زړه ته رنګ رنګ تسلـــۍ
هیڅ دمنــلــــو نـــه دي
ورته خواږه یــــادونه
دهیرولو نـــــه دي
دپــــرديــسۍ پر بســــتر
په اســـــویــلو ویــده شـي
زما دخټو کــــوره
تا نه ښارونه لوګی
له یوې شډلې مینې
هزاز قصرونه لوګی
له پښتونوالو سترګو
ټول نـــظــرونــه لوګی
یادونه څنګه هـــیر کــړي
دایې دژوند مشــــغــولا
فیاض قلم ورتــــاؤکړي
چیرته کوم بل ټاپي ته
چې لـــه قلم راوزي
فقط یوه نامه وي
اوس که غزل ولیکي
او که چاربیته جوړه
یوازې یو څـــه لیــکي
ساده نیازبینه مینه
داد پښتو په دستور
په رنګ رنګینه مینه
هر څو که عمر تیر شي
دهیریدلو نه ده
دهیریدلو نه ده
پسته غریـــزه مینه
دهیریدلو نه ده
دهیریدلونه ده
تل به په زړه پرته وي

غلام رباني فیاض
متحده عربي امارات د العین