غزل
ځـــلا کـــوې لکه د ستوري لاس مــــــــــــی نه در رســي
بـس تش یادونه دی راوري لاس مـــــــــــی نه در رســـي
زه دې د خپل ځــــان په لــټون پسې ډېــر ستړې کـړمه
بل ته دی جوړکــړل وربل سیوري لاس می نه در رسي
ستا د نیازبينې خــــولــــې پستــې وړې وړې خــبــرې
ترې جـــــــــــــوړوم د غــــزل توري لاس مـــــی نه در رسي
ظــــالم ریبار سترګـــــې بدلـــــې لـــــه مــــا ځـــــان پټوي
خبرېږم نه د ستـــــــا لــه لــــوري لاس مـــــــی نه در رسي
یاسین شفق دی له تصويره ځینې سـتـرګـې خکل کــړم
ستــا تصویــرونه دي راګـــــــوري لاس می نه در رسي
یاسین شفق