غزل     

اخرځــــــــــــــان دی فــــــکر زړۀ ورپسې ستړي
جــــــــــانان نه راځي لېمــــــــــــۀ ورپسې ستړي

زمـــــــــــــــادکلي خـــــــــــان لـه ژونده مزه اخـلي
خو خـــــوران دي بلا ښـــــــــــــــۀ ورپسې ستړي

برکت په څــــــــه کې نشتــه اوکه څنــــــــــــــګۀ؟
اوکــــــــه هسې زه اوتـــــــــــــــــۀ ورپسې ستړي

په لمرګلــــــــــو به رښتیــــاوي دلمرقـــــــــــــــــدر
راخــــــــــــاتۀ نه تر لــــــــــــــوېدۀ ورپسې ستړي

دغه خـــــــــــــاوره بې څـــــه نــــــــه ده ای بختیاره
پردي ډېر لـــــــــه پښتــــــــــــــانۀ ورپسې ستړي

بختار ځدراڼ