نه مو جنګ په شاه کړ

څه دځوانوهیلې سرې ډولې په وینو سرې شــــــــــولې
نه مـــو جنګ په شاه کړ نه مو ډکې هدیرې شــــــــــــولې

وخته خیر که زه د دجنون تـــــر بـــــــریده راوستــــــــم
ستا د مـــــرحلو تورې می هم په زغم ټوټې شـــــولـې

بیا به یی دزلفو چتر لاندې ستړیا لــــــــــــــــــرې کړم
خیر که دسفر په اور ورین دښت کی می شپې شولې

بیا هم پوره نه شوي ان تر دی چی په وخت تیر شومه
وګـــــــوره زمــــــــــــا همزولې هیلې هـــم زړې شـــولـې

مــــــــا یی چی راڼا ته غزالـــونه دځــــــــــوانې لیـــکــل
هغه دجنان دستـــرګــــــــو بلې ډیــــوې مــــــړې شـــولې

زه دوخت فرهاد یم ستا سرحد به تر پښو لاندې کــړم
هجره که پولې می ستا پر دښتو دزړه پښې شــــــــولې

صا حب ګل فر هاد

العین الا امارات العر بیه

15/4/2010