مات بنګړي
پلار یې بګړۍ له ځمکې ځمکې ویشته . دمورچیغو یې ټول کلی په سراخستی و . خويندو اوکشري ورورته یې چاکتلای نه شوای چې نه یې ژړل . دهغوخلکوپه سترګوکې هم اوښکې راروانې وې . خو ملاصاحب خپل جراءت له لاسه نه و ورکړې ، هغه په خلکوکې یوې اوبلې خواته وکتل .
خپل ښی لاس یې دسدرۍ جیب ته ټیټ کړ . تسپې یې په جیب کې واچولې . او ویی ویل :
هله شاباش جنازه درواخلئ . منځې جنازه به ورکو، هسې نه چې دجمعې مبارکې وخت راڅخه تیرشي .
خلکویواوبل ته وکتل . څوکسولاسونه ورټیت کړل ، جنازه یې راپورته کړه ملاصاحب بیاوویل : پام مووي چې دسرخوایې لمرخاته ته نه کړئ ګناه لري . له دروازې بهر ولسونه راجمع شوي و . تاسویې وګورئ په سي څه شو دجمعې مبارکې وخت رانه تیر نه شي دکلمې شیریفې ختم هم پاته دی . دا دلوی مولوي غږ وو . چې له دروازې دباندي خلکوته مخاطب وو ، جنازه ا وس دروازې ته نیزدې شویې وه چې غږ وشو :
دجنازې کټ یوځلې کیږدئ لایې په ځوانې مرګ دیدن نه ده مړه ورشه ښه یې وګوره .
خلکوجنازه کیښوده دوې یوې خواته شو ، داځل یې مور اوخوندې نه وې . په تورټیکري کې نغښتې بل څوک وه . په خپلو ریږدیدلیو لاسونو یې دهغه له مخ څخه دجنازې پوښ پورته کړ ، دهغې په لاسونوکې لادجنازې پوښ لړزیده چې یوه بله سپین سرې رامخته شوه اودکفن غوټې یې وسپړلې . هیچاهم دهغې تورټیکرۍ غږ وانه وریده . پرته دهغې دبنګړوله شرنګه چې دجنازې له بازه سره یې وجنګول اوماتي ټوټې یې په جنازه خورې ورې شوې .
_خلکوجنازه بیاواخیسته داهم څوقدمه ورسره شوه . خلک ووتل خودې خپل روستی قدم تردروازه دننې تم کړ ، خپل غبرګ لاسونه یې په دروازه پورې ونیول ،او په یوساړه اسویلي کې یې وویل خدایه ته مې مدد ګارشې ، زه به د زمانې وږی نظر له ځانه څنګه اړوم ؟
څه ښه یې ویلي چې :
دکونډتانه پړومی سپک وي
که زه یې دروندپه سره وم سیلۍ یې وړینه
په احترام غضري
۲۰۰۶/۱/۱۵/
ساجرسعودي عرب