ټوټې ټوتې پاس پۀ ځــــــــــــــيګر يمه زۀ

ظالمې ويشــــــــــــــــــــــتی پۀ ټټر يمه زۀ

د مينې لږ ديدن خو راکــــــــــــــړه ګرانې

پۀ زړۀ زخـــــــــــــــــــمي پرهر پرهر يمه زۀ

ښکلی ښايست مې پۀ اور ولې سېزې

جانان وهلی پۀ خــــــــــــــــــــــنجر يمه زۀ

ســـــــــــــــهار وختي زما ليدو ته راشه

کــــــــــــــــــــــــــنه نو تللی پۀ سفر يمه زۀ

راته د حـــــــــــــــــسن لږ ښکلا خو راکړه

اوس خـــــــــــــــــــو راغلی پۀ هنر يمه زۀ

ياري پۀ زړۀ دې نوره تيږه کــــــــــــــــېږده

بس انتظار دې پۀ محــــــــــــــــشر يمه زۀ