ددې چم جينکۍ چې د ځوانۍ تر پولو ورسي
کم عقلې پۀ بدرنګ هلک زړۀ وبايلي
چې ځوان شي ، پۀ مخ برېت شيشه کې وګوري
چکرې شي ، پۀ ډنګ هلک زړۀ وبايلي
حيران يمه چې کوم بابا ښېرې دې ورته کړي
زلمی چې شي ، پۀ بنګ هلک زړۀ وبايلي
(کړاؤ) غوندې به خړې سترګې تل ورته ولاړ وي
هر څوک چې پۀ قشنګه غنمرنګ هلک زړۀ وبايلي