چې کله شړک شي بنګړي شور واخلي

زما د زړۀ زخم ټکور واخلي

تۀ چې رقيب سره شې غاړه غټۍ

زړۀ مې لمبه لمبه شي اور واخلي

هر څه نه تېر يم خو رقيب دې واوري!

خدای که جانان مې رانه نور واخلي

يو دا کم عقل دی (کړاؤ) پۀ دنيا

څوک دې والله که پۀ سر تور واخلي