يــــــــو وار ما واخيستې پښــــې د خپل نګار

چې مې رنګ کـــــــــړای پۀ نکــــريزو ګل انار

تۀ ويده وای ما پۀ درســـــــته شـــــــــپه کولې

باري ســـــــــــــتا پۀ باب دعــــــــــا هــزار هــزار
کۀ يې يو ځله پر ســـــــــــــــر ورباندې کښېنې

رنځ د هــــــــــــــجـــــــر به  شي دفــــــــــع د بيمار

بند يې خلاص که پورته يې ونيـــسه پۀ خپله

مخ پــــــــــــوټی پۀ نقـــــــــاب نۀ ښـــــــايي د يار

کۀ هر څو پر موټه زور کړم درســــت په نۀ ځي

پۀ رقيب کــــــــــــې زما غــــــــشـــــــــــــی د ازار

پۀ مـــــــدار مـــــــدار بې کاږم چې خوږ نۀ شې

د باڼو پۀ ســــــتنې ســـــــــــتا د پــــوندې خـــار

څو پرې سپور يې باندې ښوره شمس الدينه

د عشـــــــــــــــــق اوښ پۀ لارې کله ځي هـموار

 

* لۀ ادبي فنون څخه