تاو شمه راتاو شمه شعر وليکم
بس چې لږ وزګار شمه شعر وليکم
ستا دښايسته حسن ننداره وکړم
زلفو کې ايسار شمه شعر وليکم
ستا لۀ خوا چې راشي جنتي هوا
ټول بهار بهار شمه شعر وليکم
ګرځمه يارانوسره لاس پۀ لاس
يو دم لاس پۀ کار شمه شعر وليکم
زۀ فاطمي يار سره پۀ خوب کې يم
خوب نه چې بيدار شمه شعر وليکم