پۀ بشرونو کې بشر يې
زړۀ ته را تېر يې معتبر يې
لۀ سپوږمۍ ستورو بختور يې
کور دې اسمان تۀ پۀ کې لمر يې
افتاب پرست پۀ  شانتې مخ درپسې وړمه

***

 دستا پۀ مينه کې برباد يم
ټوله شپه ويښ يم پۀ فرياد يم
پۀ غرو رغونو کې اباد يم
دستا به هېر کۀ به دې ياد يم
زۀ چې قدم پۀ قدم ږدم تا يادومه

***

يار دې لۀ ما نه لرې نۀ ځي
زړګی زما ورپسې وځي
خولګۍ دې راکه لمر پرېوځي
څوک پۀ رضا لۀ ملکه نۀ ځي
يا ډېر غريب شي يا ديار لۀ غمه ځينه