خدايږو چې ما او تا به شو رسوا د کلي منځ ده
نو مۀ راکوه غاړه وه ليلا د کلي منځ ده
د دوه شېبو وصال شي هسې نۀ پېغور د عمر
غماز به لۀ کوم خوا شي راپيدا  د کلي منځ ده
نور بس کړه ناقدجانه! لۀ تنقيد نه دې مننه!
خپل عيب د ولو منځ ده د بل چا د کلي منځ ده
پۀ ګوتوکۀ مې دلته دښمن هم راشي ملګرو
مېلمه مې دی پښتون يمه زما  د کلي منځ ده
د تګ اجازه ورکړه ستانيکزي ته خوږه ياره
راغلی ستا ديدن ته دی پۀ غلا د کلي منځ ده