يو زۀ نۀ يم چې زما سترګې ور اوړي
لېونۍ ته د هر چا سترګې ور اوړي
خپلې سترګې پۀ سختۍ ترې بل خوا واړوم
نۀ صبريږي او بيا ، بيا سترګې ور اوړي
جادوګر نظر يې دومره اغېزمن دی
چې دشېخ او د ملا سترګې ور اوړي
مور ته وايه سپېلني درته لوګی کړي
دا ستاسترګو ته بلا سترګې ور اوړي
فاطمي چې وي اخته د سترګو جنګ کې
دغۀ وخت کې د دنياسترګې ور اوړي