د ســــــــــــــړي قدر څومره کم شي چې ځواني تېره شي

لۀ خــــــــــــوشاليو نه جوړ غم شي چې ځواني تېره شي

 

چې را پۀ يادې د وصال خوږې شـــــــــــــــېبې شي  ګله

 

ســــترګې مې  ډکې بيا لۀ نم شي چې ځواني تېره شي

 

د ښــــــــــــکلو ښکلی نظر ولاړ شي د ښايست لۀ باغه

 

د ژوند درشل کې جوړ ماتم شي چې ځواني تېره شي

 

يوازې نۀ چې ترې خوږ يار شـــي پۀ ژوندون شي بېزار

 

نظر ترې کــــــــــــم د ټول عالم شي چې ځواني تېره شي

 

 

خــــــــــــــــــوږې د مينې هنګامې شي ټولې غلې ياري

هم بې پروا ترې ګران صنم شـــــي چې ځواني تېره شي