څۀ عجيبه ده پۀ تا ګران شومه

زۀ لېونی دې هم جانان شومه

پۀ ډک محفل کې چې راغاړې وتې

جانانه ډېر درته حيران شومه

ما ته غوسه چې شوې رقيب وخندل

زه خو پۀ دې درسره وران شومه

پښتونه! هله دې زۀ وستايلم

چې د عمرونو بنديوان شومه

(ګړاوه!) هر سړی ګذار راکوي

ټپ سوری جوړ شومه ، افغان شومه