ستا ګيلې سپوږمۍ ته تل کووم لګيا يم

هــــره شـــــپه دغــــه عمـــــل کووم لګيا يم

هـــــــر ســـــتــــم دې زۀ پۀ ناز حســــابوومه

لۀ خــــپل زړۀ ســره مې چل کووم لګيا يم

د يار کلک زړۀ ته مې لاره پــــــيدا نۀ کړه

لۀ مــودو، مـــــودو مــــزل کــووم لګيا يم

دلته نۀ وي زما زړۀ وي ســتا پۀ لاس کې

چې لټون د خپل ګوګل کووم لګــــــيا يم

ستا غمونو (فاطمي) نه بزګــــر جوړ کۀ

بس کرل کووم ، رېبل کـــــــــووم لګيا يم