شراب هغه نشه يي توکي دي چې د مايع پۀ ډول وي او څښل کيږي ، شراب هم د نورو نشه يي توکو پۀ څېر پۀ سلګونه طبي زيانونه لري ، خو زۀ نۀ پوهېږم چې نړۍ ولې د هغې لۀ زيانونو نه سترګې پټوي او د نورو نشه يي توکو پۀ لۀ منځه وړلو پسې يې مټې رانغښتې دي او نړۍ پۀ هره سيمه کې يې څاري ، ليکن شراب يې مخې ته ايښي وي .

 مزه مزه يې تر ستوني تېروي .

د طبابت پۀ لحاظ شراب هم د نورو نشه يي توکو پۀ حېر زيانمن دي او د روغتيا لۀ پاره خطر پېښوي ، د اسلام هر اړخيز دين شراب منعه کړي ، او هر هغه څۀ چې اسلام منعه کړي وي څنګه به لۀ زيانه خالي وي !؟

اوس راځو دې ته چې اسلام  پۀ کوم دليل دغه شراب منعه کړي دي !؟

لومړی دغه دليلونه وړاندې کوو او وروسته يې پۀ طبي زيانونو خبرې کوو:

لوی خدای (ج) پۀ سورت مايده کې کې د شرابو پۀ هکله داسې فرمايلي دي :

ژباړه : ای مومنانو بېشکه شراب، قمار ،او بتان همدارنګه هغه غشي چې تاسې پرې نېک او بد پال نيسئ دغه ډېر بد دي او د شيطان عملونه دي پس تاسې لۀ دې نه ډه ډه وکړئ او پۀ دې کار سره به تاسې بريالي شئ .

عبدالله بن عمر وايي چې رسول الله (ص) فرمايلي دي :

هيڅکله به جنت ته داخل نۀ شي هغه څوک چې د مور او پلار نافرماني کوي يا قمار وهي يا نيکي هيروي او يا همېشه شراب خوري .

دا ؤ د الله (ج) حکم د شرابو پۀ اړه او د نبي کريم (ص) حديث چې د شرابو پۀ اړه يې حکم کړی . الله (ج) د شرابو څښلو عمل ته د شيطان عمل ويلی دی او دغه عمل ته يې ډېر بد عمل ويلی چې څوک د شرابو سره عادت اخلي .

رسول الله (ص) هم بشريت ته امر کړی چې شراب مۀ کاروئ کنه جنت ته به داخل نۀ شئ !!

پۀ دواړو سندونو کې د شرابو لۀ خوړلو څخه د منعې او نۀ څښلو حکم شوی ده ، اوس راځو پۀ دغو حکمونو باندې طبي څېړنې کوو :

 

د شرابو د څښلو طبي زيانونه :

 الله (ج) د شرابو څښلو ته بد عادت ويلی او کوم عادت ته چې الله (ج) بد عادت ويلی پۀ هغۀ کې به بل کوم طاقت ښېګڼه پيدا کړي !؟؟ بلکې اړ دي چې د هغۀ لۀ بدګڼي پرته پۀ بل څۀ خولۀ چوله نۀ کړي .

دا څرګند واقعيت دی چې شراب څښل د لږ وخت لۀ پاره پۀ څښونکي مصنوعي خوښي او مستي راولي خو ددغې لنډې خوښۍ پۀ بدل کې ترېنه د ژوند اوږد مهاله خوشالي اخلي او ورسره يو ځای يې روغتيا ته هم ځينې نۀ جبرانېدونکي زيانونه وراړوي !

مخکې له دې چې د پۀ دغو زيانونو څه وليکو غواړم د شرابو پۀ هکله څۀ مالومات درکړم :

شراب د مېوو، غلو، دانو او ځينې سبو د خميرې کولو او تقطير کولو څخه منځ ته راځي ، شراب د خفګان راوستونکو نشه يي توکو لۀ جملې څخه دي کوم چې انسان هغه وخوري نو د هغۀ پۀ کړو وړو او سلوک کې بدلون راځي او د دغو شرابو څښل پۀ څو ځلي ډول عادت او روږړدي توب منځته راولي .

* الکول  د اوبو پۀ ډول وي او څښل کيږي .

 

پۀ بدن د شرابو اغېزې او طبي څېړنه :

 شراب د نسان پۀ بدن دوه ډولۀ اغېزې کوي يو يې فوري اغېزې دي او بل يې اوږد مهاله اغېزې بلل کيږي .

فوري اغېزې يې دا دي چې کله شراب وڅښل شي نو د معدې څخه يې جذب صورت نيسي ، لۀ هغې لارې وينې ته ننوزي او د وينې د جريان لۀ لارې دبدن بېلا بيلو برخو ته رسيږي پۀ نتيجه کې ګنګس والی او د ډېر غږېدلو لومړنۍ اغېزې رامنځ ته کوي ، وروسته د څکونکي ژبه بنده بنده کيږي ، پۀ تګ کې ورته ستونزې پيدا کيږي ، توله يې خرابيږي او تېلبه تېلبه کيږي .

د شرابو څښونکي ته خوابدي او کانګې پيدا کيږي ، هضمه يې خرابيږي ، عصبي نا ارامتيا يې پۀ برخه کيږي ، ژر پۀ قهر کيږي او ورسره يو ځای سردردي ، تنده ، ګنګسيت او ستوماني د شرابو معمولي ډالۍ ده چې شراب څښونکي ته يې پۀ احترام مخې ته ږدي .