يار ته چې ورځمه نو خپل ســـــــــر زما پۀ لاس کې وي
غــــــــــــــــشي راسره وي او خنجر زما پۀ لاس کې وي
ګل ســـــــــــــــــره ازغي وي پۀ دې لاره د رقيب امـکان
دغه شـيان ځکــــه نو اکـــــثر زمــــــــــا پۀ لاس کې وي
يار ســـره چې خــــــــــــــوا کې يم لۀ هر څۀ بې پروا يمـه
تورې زلـــفې ورېځې او مخ لمر زما پۀ لاس کې وي
کله چې د يار د کوڅې ګرد زما پۀ خوا راشــــــــــــــــي
مشک راسره درومي او عـــنبر زما پۀ لاس کې وي
تا کــــــــــۀ جــــــــــفا وکــــــــــړله جانانه (فاطمي) سره
ستــــا ګرېوان به ياره پۀ محشر زما پۀ لاس کې وي
17.12.2009
- سيدجمال الدين فاطمي
وين روډني بينټ (Winrodni Bent) دامريكا دتور پوستو اوسېدونكو څخه دى، په 1957ز كال يې د امريكا د فلادلفيا ايالت په يوه داسي كور كې نړۍ ته سترګې وغوړولې چې د ښو او بدو هيڅ توپيرپه كې نه كېده ، پلار، مور، وروڼه او يوه خور ټول يې شرابيان وو او په دې ډول د نورو ناروا كارونو ښكار ګرځېدلي وو ....
01.01.2010
- سيدجمال الدين فاطمي
شراب هغه نشه يي توکي دي چې د مايع پۀ ډول وي او څښل کيږي ، شراب هم د نورو نشه يي توکو پۀ څېر پۀ سلګونه طبي زيانونه لري ، خو زۀ نۀ پوهېږم چې نړۍ ولې د هغې لۀ زيانونو نه سترګې پټوي او د نورو نشه يي توکو پۀ لۀ منځه وړلو پسې يې مټې رانغښتې دي او نړۍ پۀ هره سيمه کې يې څاري ، ليکن شراب يې مخې ته ايښي وي .
مزه مزه يې تر ستوني تېروي ....