غــزل
د شـوخ فـطرت تـللې شـېبې ته ناست یم
ا وس دې یـــادونو مـقـبرې ته ناست یم
له مـودو پس مې یـو دسمال را واخیست
ســتا دیارۍ یــوې نـښـانې ته ناســت یم
په ګل میـیـن مــزاج مې نه بـد لــېــږې
زاهـده هــرڅـــوکه تـوبې ته ناسـت یم
د ځوانۍ څـانګې مې په ځــان را ماتې
د فـــراق داسـې زلـزلې ته ناســت یـم
خدایه ! لــه ټول جهـان دې نه یــم خــبر
د سـتــرګو داســــې پیـمانې ته ناست یم
جــانــان به مـــا که زه جـــانان بایـلـلی
د قسمت خـوارې فیـصلې ته ناســـت یم
درشـل به وي خـو زمـوږ دومره فرصت
د ژوند دچــیــغې انګـازې ته ناست یــم
*****
سیـد فخـرالدین هاشمي