په ماشوم کې د ځنډني خوب ستونزه

ژباړه او زیاتونه: محمدالله ارین احمدزی

خوب د ماشوم لپاره لکه خوراک یو اړین شی دی، ډيری ماشومان د ویده کیدو پر مهال له ستونزو سره مخ وي، او په خپل وخت نه ویده کیږي، ماشومانو ته ډيری د شپې په لومړنۍ برخه کې خوب نه ورځي.

خوب په انسانانو کې د عمر په لحاظ توپیر کوي د بیلګې په ډول یو ماشوم په متوسط ډول په ۱۲ کلني کې نهه ساعته خوب ته اړتیا لري. خو ۱۴ هغه بیا یولس نیم ساعته خوب ته اړتیا لري. خو دا خبره په ماشومانو کې د سن په لحاظ توپیر کوي.

که یو ماشوم په نورو شپو کې په خپل وخت او په پوره ډول ویده شوی وي په نورو شپو کې هم په خپل وخت ویده کیږي او که کم ویده شوی وي په نورو شپو کې یې کړه وړه سم نه وي او یو ډول له ستونزو سره مخ او خفه ښکاري. او خوب یې هم بې وخته کیږي.

مور او پلار د ماشوم په خوب کې فوق العاده رول لري، داسې ماشومان شته دي ترڅو یې چې مور ورسره نه وي نه ويده کیږي، خو هغه څه چې د ماشوم د نه ویده کیدو لامل کیږي کیدی شي ډير نور څه هم وي.

کله چې پوهیږۍ ستاسو ماشوم ژر نه ویده کیږي کیدی شي لاندې ټکو ته پام وکړۍ:

۱-ایا د ماشوم د خوب لپاره مو کومه نیټه ټاکلې؟

۲-ایا ماشوم په خپله بستره یا خوب ځای کې آرام دی په دې مانا چې د خوب خونه یې پاکه ده، ډيره تیاره یا روښانه خو به نه وی، ډيره ګرمه یا سړه خو به نه وي، ایا ښه توشکه یا تخت د خوب لپاره لري؟

۳-ایا ډير ماشومان په یو اوطاق کې ویده کیږي او یو بل نه پریږدي چې ویده شي؟

۴-ایا ستاسو ماشوم خو د ورځې په ترڅ کې له داسې مسایلو سره نه دی مخ شوی چې د ده ذهن یې بوخت ساتلی وي او دی یې یو ډول بې سوچه کړی وي؟

۵-ایا داسې خو به نه وي چې ډير شورماشور وي ترڅو د ده د خوب مخنیوی وکړي؟

۶-ایا کوم داسې میلمه خو به نه وي راغلی چې ماشوم غواړي ویښ پاتې شي؟

۷-ایا ماشوم کله چې په اوطاق کې یوازې وي د ډار احساس خو به نه کوي؟

نو په ټولیز ډول کیدی شي نور ډير لاملونه وي چې د دې لامل شي ترڅو ماشوم په خپل وخت او ژر ویده نه شي.

خو د ماشوم د ویده کیدو لپاره ډيرې لارې شته دي چې دلته به یې په لنډ ډول درته و وایم:

۱: ماشومانو ته مو په خپله خوښه د خوب وخت وټاکۍ، او کله یې چې د خوب وخت را رسیږي باید ور په یاد یې کړی،دوی ستاسو یو قاطع تصمیم ته اړتیا لري. خو یادول مو باید ګواښ ته ورته نه وي، بلکه په داسې ژبه ورته و وایی چې دی وهڅیږي.

۲: کوښښ وکړۍ ماشوم ته مو خوب خونې ته د تګ لپاره په داسې لهجه و وایی چې ګواښ ته ورته نه وي، ډير میندې په هیواد کې له ماشومانو سره داسې چلند کوي چې یو ډول ګواښ ته ورته وي، ورته وايي که دلته ویده شوې همداسې دې پریږدم...... کله چې تاسو په نرمي ورته و وایی نو بیا ماشوم د یو ډول آرامتیا احساس کوي.

۳ له ماشوم سره باید داسې خبرې وشي او وهڅول شي چې دی په مینه هره شپه په ټاکل شوي وخت او پر ټاکل شوي ځای ویده شي، ان کیدی شي ورته جاییزه ورکړی ترڅو وهڅيږي جاییزه کیدی شي یوازې یو چاکلیت، شریني، یو ګیلاس شیدې او یا هم کوم بل شی وي.

۴: کیدی شي تر ویده کیدو مخکې ورته کیسه وکړۍ، همدارنګه حمام، مساژ ورکول او یا یې هم په غیږ کې په کراره او مینه سره ښورل تر ټولو ښې لارې دي.

۵: کوښښ وکړۍ ماشوم ته د خوب پر مهال آرامې جامې ور واغوندۍ داسې نه وي چې د ژمي له ډبلو او تنګو جامو سره یې څملوۍ ځکه تنګې او ډبلې جامې هم کولای شي ماشوم ناآرامه کړي. درنه بړستن مه پرې اچوۍ، کوښښ وکړۍ چې د ماشوم ځای مو ښکلی وي او دی ترې خوند واخلي. ښکلۍ په دې مانا چې ماشوم ته په زړه پورې وي.

۶: د ماشوم ورځنۍ کړنې لکه سپورت، لوبو ته زیاتی ورکړۍ، خو دا لوبې باید تر لمر لویده پورې دوام وکړي، او تر لمر لویده وروسته کرار کرار کمې شي، او تر لوبو وروسته یې درس، کیسه لوستلو، او یا هم د ټلویزون لیدلو ته وهڅوۍ، کوښښ وکړۍ چې تر لوبو وروسته که په کمپیوټر یا کمپیوټري لوبې  چې ګین یې بولي په کور کې ولرۍ په ماشوم ونه ګورۍ او نه هم ده ته د دې لوبو د کولو اجازه ورکړۍ،  او نه هم ورباندې دا ډول فلمونه چې هیجان ولري وګورۍ.

۷: که ماشوم مو د شپې په سختي ویده کیږي د ورځې یې مه پریږدۍ چې ویده شي.

۸: په یاد ولرۍ چې ځينې خوراکي توکي لکه نوشابه، چای او داسې نور شیان هم د ماشوم خوب کموي.

۹-که ماشوم مو د خوب په خونه کې ډاریږي باید تاسو یې دا ډار جدي ونیسۍ، ماشوم مو ارام کړۍ او کوښښ وکړۍ د ماشوم د ډار لامل ومومۍ، ماشوم ته موکه ورکړۍ چې د ورځې په ترڅ کې د ده په اند د جالبو شیانو کیسې تاسو ته وکړي. ان کیدی شي کله چې دی څملي تاسو ته په خپله یوه کیسه وکړي ورسره خبرې وکړۍ او کوښښ وکړۍ چې د ډار خیال یې په ذهن کې پاتې نه شي، دا کار کولای شي ماشوم ته د ارمه خوب موکه برابره کړي.