غزل

مينــــــــــــه مې په زړه باندې درنه راغله
چټه لکه پېغلـــــــــــــــــــــــه پښتنه راغله

پټه مې حجاب کې دايمــــــــــــــــان کړله
ستره مې عزت کې لوپټــــــــــــــــه راغله

چغې د غرور پـــــــــــــــه کې غیرت وهي
غوره پښتنو نه چې ټپــــــــــــــــــــه راغله

خرپ ئې زما د زړه له کبه وکړلـــــــــــــــو
ستا د مينې جــــــــــــوشه چې څپه راغله

خلاصې مې کړې سترګې د دعـا ځولۍ
ښکلې مې په لپــــــــــــو کې کعبه راغله

ښکل ئې په لیمــــو کړې د کابل خاورې
نن چې خپل وطن ته رحيمــــــــــــه راغله
رحيمه پشتونجار