د هېندارو دره( د سیدجیلاني جلان نوې پنځونه)

د محمدالله ارین احمدزي لیکنه

دوستانو د دې لپاره مې لیکنه په دې نوم پیل کړه چې د داسې شاعر چې تل یې په شعر کې نوښت، بغاوت، کره والی او قوت له لرې ښکاري له نوې پنځونې مو خبر کړم، هغه دا چې د غزلبول شاعر سید جیلاني جلان دوهمه شعري ټولګه د هېندارو دره دا ده نوی نوی د چاپ په ګاڼه وپسولل شو. یاد کتاب چې ۲۴۳ مخه لري په ډير ښه کیفیت د ځاځي بابا ادابي ټولنې لخوا چې چاپ چارې یې دانش خپرندویه ټولنې کړي دي. او دا ده یو ټوک یې زموږ تر لاسونو هم را ورسید. یاده شعري ټولګه چې په خپل وار سره د ښاغلي جلان صیب دوهمه شعري ټولګه ده د شعرونو انتخاب ته پکې ډير پام شوی دی او ټوله مجموعه په کره او پوره غزلو،نظمونو او څلوریزو  ډکه شوې چې د شعر د مینه والو تنده به پرې خړوبه شي. د دې لپاره چې د مینه والو تلوسه ورته نوره هم زیاته شي او په هر کتابتون کې یې پوښتنه وکړي زه به د کتاب پر ځينو ښېګڼو لنډ شانتې وغږیږم هغه دا دي چې کتاب له فزیکي پلوه د ښه کاغذ او ښکلې پوښتۍ لرونکی دی پر چاپ، لیکدود او ډيزاین یې ډیرې خواري شوي دي چې د دې زه هم شاهد یم چې جلان صیب به هره ورځ په کمپیوټر کې ورته ناست او په پوره مینه به یې د خپل کتاب ایډيټ کاوو، بله مهمه خبره هم پکې داده چې جلان صیب له ډالۍ او خپلو لنډو خبر وروسته ډير ژر خپلې شاعري ته پکې ورغلی دی، ده د نورو په څير پکې داسې نه دي کړي چې ځينې مشهور کسان دې پرې لیکنې وکړي، د ده شاعري دې وارزوي او یا دې هم د ده صفت پکې وکړي. البته زما په اند کیدی شي جلان صیب په خپله یاغي او باغي شاعري باندې دومره باور ولري چې مینه وال به یې خوښوي او زما په اند ښه به هم دا وي چې خپله پنځونه د نورو له لیکنو پرته په خلکو ومنو، د جلان شاعري ډير څه لري چې باید پکې هر اړخ په سم ډول وڅيړل شي، نوښت، بغاوت، مینه، فکري قوت، ښکلی خیال، کلیوال انځور، او د کلیمو سم اوډون د ده د کلام ښېګڼې کیدی شي. چې په هره یوه یې غږیدل ډيرو لیکنو او پوره مطالعې ته اړتیا لري خو زه به د خپل وس سره سم یوازې د ده په شاعري په هغه څه وغږیږم چې زه پکې خپل ځان، ټولنه او یا هم هیواد او خپل ملت وینم: جلان صیب وايي:

نه هغه مست یم او نه دنګ د مینارې غوندې یم

اوس د وجود پر اوږو بار د جنازې غوندې یم

ای! چې مې وژنې نو چاړې او خنجر څه له راوړې

زه خو په مازې باد ورکیږم د ایرې غوندې یم

دوستانو دې څو بیتو کې یوازې پر دې غږیږو چې دې کې پر اوږو بار یانې څه؟ ما چې څومره سوچ پرې وکړ البته زما په اند به جلان صیب خپله ساه پر خپل وجود بار بللي وي، میناري لیکلو ته یې که وکتل شي اصلا منارې لیکل کیږي خو کلیوال یې مینارې بولي، همداسې به راشم وروستي بیت (مازې) چې دا هم د کلیوالو یوه وتلې اصطلاح ده چې ښاغلي جلان یې انځور په ښه ډول پکې وړاندې کړی دی.

یا هم دا چې وايي:

چې مې پر څڼو پستې ګوتې له سروره وهي

ته وا په شاړو درو لاس د سپرلي حوري وهي

زړګیه! دومره خوش باوره تکیه مه کړه پر چا

کچه تربور د پټي پوله له تربوره وهي


دلته بیخي نوې کلمه د سپرلي حوره ده، ځکه حوره  د خدای تعالی داسې یو مخلوق دی چې په دې نړۍ کې یې ساری نشته دی او دا د سپرلي موسم، هوا، باد، باران هم داسې دی چې د نورو موسمونو په پرتله ډيرې ښیګڼې پکې دي او د کال نوی پیل له همدې وخته کیږي، که سپرلی باراني، خوندور او شین وي د ټول کال وړاندوینه ترې کیدی شي، او بل دا چې د ژمي او مني یخ او بادونو ځپلو دښتو نه یو نوی رنګ ورکوي او ټول ماحول یې په شنو بوټو ګلونو خړوب کړی وي. بله هم پکې د تربور او تربګني خبره ډيره ښه انځور شوې، زما په اند د جلان په شاعري کې تر ټولو د پام وړ ټکی نوښت دی که چیرې په پښتو شاعري کې وکتل شي ډیری شاعران د نورو پر نوښتونو شخوند وهي او خپل داسې څه نه لري چې لوستونکی پکې نوي څه و ویني، زلفې، ګودر، خال..... هغه کلیمي دي چې نورو پرې ډير شخوندونه وهلي دي او زما په اند یو ډول سولیدلې کلیمې دي خو جلان بیا سولیدلو کلیمو ته ژمن نه دی د ده په شعر کې نوښت او نوي ترکیبونه هغه څه دي چې د ده شاعري یې لا پسې رنګینه کړې.

هیره دې نه وي چې مینه وال کولای شي د هېندارو دره شعري ټولګه د هیواد په ګوټ ګوټ کې د نۍ په نوم مجلو، کتابونو او اخبارونو د ویشنې له مرکز څخه تر لاسه کړي.

په درنښت

ستاسو ارین