د نړۍ تر ټولو قیمته او ډير لیدل شوی انځور چا عکاسي کړ؟

کله چې څو کاله وړاندې یانې په ۲۰۰۱ کال کې د اکتوبر په میاشت کې وینډوز اکسپي په کمپیوټرونو کې خوندي شو، په وینډوز کې یو ښکلي انځور چې چمن او شین اسمان پکې ښکاري د خلکو پاملرنه ځان ته را واړوله.

 

 دا چې دا چمن چیرې دی کیدی شي تاسو یې په اړه خبر وی او زه  هم نه غواړم در ته بیاځلې و وایم، خو په دې لیکنه کې به د دې انځور د رامنځ ته کیدو کیسه درته وکړو. د دې انځور د اخیستونکي نوم چاک اوریر دی. دا انځور چې وینډوز کې ځای پر ځای شوی دی په نړۍ کې تر ټولو ډير کتل شوی انځور دی، خو د دې انځور رامنځ ته کیدل یوه په زړه پورې کیسه لري.

 

 اوریر وايي کله چې ده دا انځور اخیست څو ځلې له دې سیمې تیر شوی و خو کله چې د جنوري په میاشت کې د خپلې مینې د لیدو لپاره دې سیمې ته پر لاره و نو د امریکې د کالفرینا ایالت د سوناما د ناپا په سیمه کې له دې منظرې سره مخ شو.

ډير داسې کسان شته چې د دې ډول انځورونو صفت کوي خو کله چې له دې ډول انځورونو سره مخ کیږي کوښښ نه کوي چې وایې خلي او له ځان سره وساتي او نورو ته یې هم ورکړي خو د نشل جیوګرافیک انځور اخیستونکی دې انځور ته پام کیږي او ژر تر ژره یې له ځان سره اخلي او نن سبا په نړۍ کې دومره شهرت ته رسیږي.

 

دی په دې وخت هیڅ داسې اټکل نه کوي چې د ده اخیستل شوی انځور به یو وخت نړیوال شهرت ته رسي. خو کله چې څو کاله وروسته دی مشهور انځور اخیستونکی شو نو دا انځور د کمپیوټر په ډسکټاپ کې خوندي شو او نیژدې یو میلیارد کسانو دا انځور لیدلی دی. او ډير ورته ژور ځير شوي دي. ده به له دې انځور سره ډير عادي چلند کاوو او هیر کړی یې و خو څه وخت وروسته د کوربیس په نوم یوې پاڼې له ده سره اړیکې ونیولې او له ده یې غوښتنه وکړه چې مایکروسافټ د دې انځور هغه اصلي بڼه یا اوریجنل یې غواړي.

 

له دې سره سره چې څو کاله کیږي دا انځور اکسپي کاروي خو اوس هم دا ۶۹ کلن انځور اخیستونکی نه غواړي دا راز و وايي چې ده په څو روپو له مایکروسافټ سره د دې انځور پر ورکړې هوکړه کړې، بیه یې مهمه نه ده خو اوس هم دا انځور په نړۍ کې تر ټولو قیمته، ډير لیدل شوی او ښکلی انځور بلل کیږي.