غزل

دخوږمن زړونو درمان وم خو اوس نه یم

ډیر شتمن وم ډیر ودان وم خو اوس نه یم

دشملې سوری مي وو په ټولو سیمو

په آسیا کي یو لوی خان وم خو اوس نه یم

دالفت په میکده کي مي ژوندون وو

له نفرت سره ډیر وران وم خو اوس نه یم

اوس چي ګرزم دملنګ خړه جامه کي

میر د ښکلو د کاروان وم خو اوس نه یم

دمظلوم چیغي ته غوږداحمدشاه وم

هم دبل او هم دځان وم خو اوس نه یم

زه دلر او بر په وېش نه وم ویښلی

یو پښتون وم یو افغان وم خو اوس نه یم

زه سید چي یو ناڅاپه په ژړا شم

په یو چاباندي ډیر ګران وم خو اوس نه یم