سانګې

 د دې خلکو په هجوم کې

آ  سپیـن ږیري ته لـږ ځیر شه

آ  چې خـړ څادریې تاودی

آ  چې زېړ زبېښلی ناست دی

آ  چې آس له نظرتېرکړي

هـرې سانګې ته په ځیرشي

بې اختیاره یې خوله ښورې

څه ساړه اسوېلي کاږې

نن دسانګو په میدان کې

دوه ډولونه دې درزېـږې

آ  سپین ږېري ته لـږ ځیرشه

په شېـبو کې محوه کېږې

هغه تېـر وخت ورپه یاد شي

چې په سور آس په راسپور و

درۍ نېزې به یې په غېـږکې

د ډولـــونو به دربی و

د لونګۍ شمله په خوله کې

تا به وېلي  چې زمری و

په میدان یې رقیب نه و

نه یې آس په تم کېده و

د بخمل واسکټ په غاړه

بس دپـېغـلو به په خوله و

نن د وخت غـشي ویشتلی

اوس له سانګو نه وتلی

مړې مړې اوښکې یې بهـېږې

ټـوله ږیــره یــې لمدېـږې

نه یې آس نه یې ځواني شته

نه یې زور نه یې سیالي شته

د دې خلکو په هجوم کې

اوس د هیچا په یاد نه دی

*******

سید فخرالدین هاشمي