تورپیکۍ
امرالدین سرحد
کوچیان تیر شول له کابله
تور پیکۍ به وینم کله
کوچۍ پیغلي مخکې تللي
په نری غږ یې ویلي
پښتني خوږي سندري
لکه سپیني مرغلري
کډي راغلي له ذابله
تور پیکۍ به وینم کله
کډي باردی په اوښانو
اوږد مزل دی دکوچیانو
دری څلور واړه جونګیان دي
رمه ساتي دری یې سپیان دي
نه ستړیږي له مزله
تور پیکۍ به وینم کله
په صورت پښتنه ښکلی
پت اوننګ ته ملا تړلی
ملالۍ دوي دوطن دي
دوي دښمني ددښمن دي
ستایو دا مینه ترتلله
تور پیکۍ به وینم کله
دا دغرو ښکلی لمني
ښکلی بریښی کیږدۍ پلني
رمي څری شنه شنیلي کښې
دا د منې په ګرمي کښې
کوچۍ راغلي له ګدره
تورپیکۍ به وینم کله
02.10.2011
- محمدالله آرین احمدزی
کرزی صيب ښه دې وکړل.
ح. مومند
وايي چې اوبو اخيستی ځګ ته هم لاس اچوي. زموږ د هېواد سياسي حالالت هم داسې دي، چې له چارواکيو نه يې لوری ورک کړی. ښايي همداسې يو حالت به و، چې څو مياشتې پخوا د افغانستان د سولې عالي شورا جوړه شوه. د شورا په ترکيب کې داسې کسان وو، چې هر يو پخپله د روان شپاړس کلن جنګ عامل او موجد و، خو ناڅاپه ترې د سولې کوترې جوړې او د بېدرېغه بودېجې په مټ يې په کار پيل وکړ. د ه...
03.10.2011
- محمدالله آرین احمدزی
سانګې
د دې خلکو په هجوم کې
آ سپیـن ږیري ته لـږ ځیر شه
آ چې خـړ څادریې تاودی
آ چې زېړ زبېښلی ناست دی
آ چې آس له نظرتېرکړي
هـرې سانګې ته په ځیرشي
بې اختیاره یې خوله ښورې...