مسافـر

سید فخرالدین هاشمي

ګوره ! څنګه درنه کوږ شوم

د روزګار ســــــــېلۍ وهلی

نه مې ستا هیله زرغون کړه

نه مې خپل ژوندون بسیا کړ

زلمــــــــــیــتوب بلا وهلی

مســــــــــافـر یم لاس تړلی

څه په ورکو لارو سر یم

له خپل ړنګ کلې بهـر یم

هلته ژوند و چا تریخ کړی

هـر ســــــړی و لکه مړی

دا په کومه خوا روان یم

اخ افسوس چې زه افغان یم

توره شپه ده سمندر دی

یومجبوره بې ګودر دی

یوه له غـم ډکه بېـړۍ ده

زما ژوند ته اوس کړۍ ده

بدرګه مې ظالمان دي

دهوکه بازدي دلالان دي

څه خوني توپان لګـېـږې

ژوند مې دلته تمامـېـږې

دوی لامبو وهي روان دي

له تــــــــوپانه په امان دي

پاته زه او تــشه کیشتۍ یوو

څنګه دواړه په سُلګۍ یوو

ته را یاده د زړه سر شوې

رانه پاته په ولــــــور شوې