غزل

نن مې د سترګو په نظر کې نه یې
که ته د کلي په ګودر کې نه یې


یاخو زما په سترګو بد لګیږي
یا خو جوړ ته په پیښور کې نه یې


قسم دې نور مې په کې زړه ډوبیږي
ته چې په ښکلي مازدیګر کې نه یې


اوس مې جانانه دومره نه یادیږې
اوس د دې ښار هریو منظر کې نه یې


خدای خبر څنګه به تیریږې په ما
سلیمه ! دا وارې اختر کې نه یې