افغانستان شا اوخوا څلور لسیزې په بېلابېلو برخو کې لکه: فرهنګي،امنیتي، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزه برخه کې د بېلابېلو دلایلو له امله زیانمن شوی چې همدې نا خوالو د افغانستان د کلونو کلونو لاس ته راوړنې، پرمختګونه او د وخت نظامونه له منځه یووړل چې ددې ټولو رغونه خورا ډېر وخت او ډېر کار ته اړتیا لري.
پدې ترڅ کې که افغانستان له بهرنیو پوځي مداخلو سره مخ ؤ، نو بل اړخ ته د بهرنیو فرهنګي یرغل هم یو له هغو ستونزو او ناخوالو ګڼل کېږي چې تر مخامخ جګړې او ورانکاریو یې ټولنې ته زیان خورا زیات دی، ځکه چې د فرهنګي یرغل له لارې دښمن کولای شي د ولس پر ذهنیتونو کار وکړي او له هغو څخه په خپله ګټه کار واخلي.
په دې وروستیو کې مونږ په خپله ټولنه کې هم له ګڼو دا ډول بېلګو سره مخ کېږو، چې د بهرنیو هېوادونو د کولتور، رسم او رواج او آن په ځینو مواردو کې د پردیو مذاهبو لپاره یا په پټه او یا په ښکاره کار کېږي، چې زموږ له فرهنګ دود او دستور سره په ټکر کې دي.
له بده مرغه زموږ په ټولنه کې پردي فرهنګ ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه په څو ډوله کار کېږي چې د هغې له ډلې رسنۍ، ګاونډي هېوادونه، او د ټولنې عام وګړي د پردي فرهنګ لپاره غواړي خپل فرهنګ، دود او دستور هېر کړي چې دا په خپله یوه لویه ستونزه ده.
په اوسنیو حالاتو کې پر هېواد د بهرني فرهنګي یرغل په ترڅ کې د رسنیو ونډه د پام وړ ده، هغه که انځوریزې دي ،غږیزې دي که چاپي او یا هم خواله رسنۍ، دغه رسنۍ د خپلو ورځنیو پروګرامونو له لارې تر ډېره هغه خپرونې او بهرني فلمونه او سریالونه خپروي چې د افغان مسلمان ولس له کولتور او فرهنګ سره په ټکر کې دي، چې د دې لارې ولس په ډېرې آسانۍ سره د پردیو هېوادونو له رسم او رواج سره آشنا کوي او له خپل فرهنګ څخه یې بیګانه توب ته هڅوي. له بده مرغه زموږ په ټولنه کې ډېری رسنۍ هغه خپرونې، سریالونه او داسې نور موارد خپروي چې تر ډېره زموږ د هېواد کولتور، رسم او رواج سره په ټکر کې دي، که څه هم د افغانستان د قوانینو له مخې باید ددې ډول خپرونو مخنیوی وشي او آن کومې رسنۍ چې دا ډول خپرونې لري باید بندې شي.
د بېلګې په توګه په تېرو څو کلونو کې زمونږ د تلویزیوني شبکو له لارې په پرله پسې ډول داسې بهرني سریالونه خپرېږي چې پر فحشا او بې حیایۍ سر بېره، په څرګنده پکې د عیسویت، یهودیت او هندوییزم مذهب ته بلنه نغښتې وي او د هغې له طریقه په افغاني ټولنه کې ددې افکارو د ترویج لپاره کار کېږي، په دغه ډول بهرنیو فلمونو او سریالونو کې تر ډېره هغه صحنې چې بایدد افغانانو د کولتور او فرهنګ سره د تضاد له مخې یا د مذهبي مسایلو لپاره باید سانسور شي، په آزاده خپرېږي چې دا په خپله د ولس په اذهانو باندې ناوړه اغېز کوي.
د دې سره په څنګ کې ځينې رسنۍ بیا د نورو هېوادونو ادبیات چې زموږ له ژبې او ادبیاتو سره په ټکر کې دي، یعنې نوي لغات په خپلو خپرونو، خبرونو او داسې نورو بحثونو کې کاروي چې زموږ ژبه یې تر ډېره زیانمنه کړې ده او همدا زموږ په هېواد کې د بېلابېلو مېشتو قومونو ترمنځ د ډول ډول شخړو سبب ګرځي.
د رسنیو ترڅنګ ځینې بهرني هېوادونه او جهتونه په مستقیم او غیر مستقیم ډول هڅه کوي تر څو د خپل هېواد فرهنګ زموږ په ټولنه کې ترویج کړي، چې دا لړۍ له یوې خوا د هغو کورنیو خرڅو شویو افرادو له خوا تقویه کېږي چې غواړي دلته بهرني فرهنګ ته کار وکړي او په هېواد کې د خپل موقف څخه په ناوړه استفادې سره دلته له شته ژبنيو، قومي او ملي مسایلو څخه ناوړه ګټه پورته کړي او بل خوا هغه سوداګر او کار و باري وګړي هم په پوهه یا نا پوهه ډول پکې لاس لري چې د بهرنیو هېوادونو د جامو او اغوستل کېدونکو توکو د واردولو په وسیله په دې ټولنه کې رواج کړي.
دغه سوداګر هغه توکي او مواد هېواد ته را واردوي چې زموږ له فرهنګ سره په هېڅ ډول اړیکه نلري، لکه نن چې په خپلو بازارونو او مارکیټونو کې د ښځینه وو هغه لباسونه او د سینګار مواد ګورو چې په هېڅ ډول زمونږ له اسلامي او افغاني فرهنګ سره اړخ نه لګوي.
همدارنګه پر رسنیو او اشخاصو سر بېره، زموږ په ټولنه کې یو شمېر مؤسسات او د فرهنګي خونو په نامه بنسټونه هم په بېلابېلو ډولونو په دې هڅه کې دي چې دلته د نورو هېوادونو او تر ډېره د لویدیز فرهنګ د رواجولو لپاره کار وکړي او غواړي د خپلو پروګرامونو له لارې د ځوانانو ذهنیتونه بدل کړي او هغه لباس او رسم او رواج سره یې آشنا کړي چې زموږ د ټولنې دود او دستور سره په بشپړه ډول په ټکر کې دي.
نو که دې ته راشو چې د پورته یادو شویو ستونز له امله زمونږ ټولنه په کوم لوري ځي، څرګنده ده چې زموږ راتلونکي نسلونه به خپل فرهنګ هېر، رسم او رواج به نه پېژني او آن دا چې په خپل فرهنګ به شرمېږي.
د دې لپاره چې دا ستونزه حل کړو نو تر ټولو لومړی اړینه ده چې حکومت پر رسنیو بشپړ څار ولري او هغو اشخاصو او کړیو ته دلته د پراخه هڅو اجازه ورنکړي چې غواړي دلته پردی فرهنګ په افغانانو وتپي.
همدا رنګه د دې لپاره چې خپل فرهنګ مو غني او تل پاتې شي موږ ته پکار ده تر څو د هغو خپرونو او بهیرونو ملاتړ وکړو چې زمونږ د اسلامي او افغاني هویت د پیاوړتیا لپاره کار کوي، لکه د افغاني لباس تولید کوونکي شرکتونه او کارکوونکي یا هغه رسنۍ چې د خپل فرهنګ او هویت لپاره خدمت کوي او د خپلو خپرونو له لارې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او په ټوله کې هغه اشخاص چې په مستقیمه او یا هم غیر مستقیمه توګه د خپل فرهنګ لپاره کار کوي. د فرهنګي یرغل د مخې نیول کیدو په موخه اړینه ده ترڅو حکومت د عامه پوهاوي له لارې د افغاني فرهنګ د رواجولو او د پردي فرهنګ په ضد د کمپاینونو په وسیله، دغه ستونزې ته د پای ټکی کېږدي او د هېواد راتلونکي نسل ته خپل فرهنګ او رسم او رواج په سمه توګه ور وپېژني.