د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې دبدلمنۍ وده

هميم جلالزى 06.05.2008 00:18

ژباړن: هميم جلالزى
يادونه:
دغه راپور څه موده مخکې په افغانستان کې دجګړې اوسولې دنړيوال  انسټيوټ  (IWPR) له لوري خپور شوى دى .
دا چې په راپور کې شته شمېرې له يوې خوا هېښوونکې او له بله لوري داندېښنې وړ دي، نو دراپور ارزښت يې هم خورا زيات کړى دى او همدغه ارزښت ته په پام سره له انګريزي څخه پښتو کړاى شو . هميم


يوه زوړ کسب چې اوس په ډېر خوندي ډول په کوڅو کې په يو شمېر رنډۍ خونو يا هغو ځايونو کې چې دبدلمنو ښځو دکار ځاى ورته ويلاى شو ژوندى دى .

يوه افغانه مېرمن وايي : ((زه له نارينه سره له يوځاى والي څخه خوند نه شم اخيستى ، زه له دوى څخه کرکه کوم خو زه چې له دوى سره اوس ديوه سم او باوري پېرودنکي په توګه راشه درشه کوم او ساتم يې دوى تېرباسم  .))
٢١کلنه سيده ( سيده ددې ار نوم نه  دى ) چې کوباى پتلون يې په تن، اوږدې تورې زلفې يې پر اوږو کښته ځوړندې دي ،  زيات سنګار نه کوي او په دوديز ډول ځان ساتي، خو په دې بشپړه ساتنپاله ټولنه کې هغه دپيسو لپاره له خلکو سره يوځاى کېږي او جنسي اړيکي ورسره تر سره کوي چې په ځنيو وختونو کې خو په يوه شپه کې ا ن څو کرته دا کار تکرارېږي .

دسيدې پلار او مشر ورور دنويمو کلونو په ترڅ کې دکورنيو جګړو پر مهال وژل شوي دي او هغه اوس له خپلې مور او څو نورو ماشومانو سره دهېواد په شمالي ښار مزارشريف کې اوسېږي .

نوموړې له شپږو کلونو را پدېخوا دغه کار ته مخه کړې ده، يانې  له هغې ورځې کله چې ددې په وينا مور يې له يوه سيمه ييز مرده ګاوسره تړون وکړ دې په بدلمنۍ پيل وکړ .

دا وايي : (( يوه ورځ يوه زړه مېرمن زموږ کور ته راغله ، دغې ښځې زما له موره سره خبرې وکړې او له هغه وروسته يې زه يوه کور ته بوتلم.
 يوه سړي چې په غالب ګمان دېرش کلن به و زما لار څارله  او چې څنګه ور ورسېدم نو يې بريد راباندې وکړ او له ماسره يې جنسي اړيکې ونيوې ،  دا رښتيا هم ډېر خطرناکه خبره وه ، زه په هېڅ شي هم نه پوهېدم او يواځې درد مې احساساوه .))

دسيدې په وينا نوموړې په دې کور کې له هغه  سړي سره نيمه ورځ پاتې وه او له هغه وروسته بيا بېرته خپل کور ته ولاړه .

دا وايي : ((مور مې راڅخه پوښتنه وکړه چې څه پېښ شول ، خو ما ورته ځواب ورنه کړ.))

دنوموړې په وينا : ((زه اوس پوهېږم چې زما مور به خامخا پوهېده ځکه زه دې دغه کار ته  هڅولې يا ټېل وهلې وم .))

سيده زياتوي : (( له دې پېښې وروسته مې يوه اونۍ درد احساساوه ، هغه زړه ښځه لس ورځې وروسته بيا زموږ کورته راغله او زه يې بيا له ځانه سره هغه کور ته بوتلم، تر دې وروسته بيا زه پخپله يواځې تلم او دا کار پيل شو چې په دې توګه به مې له بډايو خلکو څخه پيسې تر لاسه کولې . ))

سيده اوس د رنډيو يا بدلمنو له نړۍ سره پوره اشنا شوې او ددې کورنۍ يوه پېژندل شوې غړې ده او دا مني چې دغه کار ددې بدمرغي ده .

سيده وايي : ((اوس له هر ډول او دهرې بڼې لرونکې نارينه سره جنسي اړيکي زما لپاره عادي بڼه لري . ))

دا زياتوي : (( زه دې ته نه ګورم چې شپه مې له چا سره تېرېږي خو  يو څه چې زما په پام کې دي هغه دپيسو تر لاسه کول دي . ))
 دا وايي چې کله کله په يو شپه کې له پنځو کسانو سره دا کار تر سره کوي ، که څه هم چې دا يو شمېر   هميشني  او شناخته پېرودنکي لري خو هڅه يې داده چې کوم نوى سړى ومومي .
دا زياتوي : ((زما هميشني خريداران ماته لږې پيسې راکوي، خو نوي هغه  بيا راته زياتې پيسې راکوي .))
سيده وايي چې په هر ځل جنسي اړيکو له ١٠٠٠ تر ٢٥٠٠ افغانۍ چې له ٢٠ تر ٥٠ ډالره کېږي تر لاسه کوي .

دا وايي : (( ټول نارينه زما لپاره اوس يو ډول دي . ))
نوموړې زياتوي : (( په لومړي سر کې ما رښتيا هم له چاغو نارينه و څخه کرکه کوله  او يا له هغو نارينه و څخه چې دبدن به يې بد بوى تو خو اوس زه دې ته پام نه کوم .))

دا اوس دخپلو مشتريانو مرکزونو ته يواځې او نيغ په نيغه ورځي او کوم مرده ګاو او منځګړى نه لري .
نوموړې وايي : (( يو څوک يا يو سړى زما دټېلېفون شمېره نورو ملګرو ته ورکوي  او له دې لارې څخه زه  نوي خريداران او پېرودونکي پيدا کوم .))

په افغانستان کې دبدلمنۍ صنعت  دوه اړخيز دى يانې هم په حکومت او هم خصوصي ياځانګړيو سرچينو پسې اړه لري .

دخپرو شويو نږه شمېرو له مخې  په ٢٠٠١کال کې چې کله په هېواد کې دطالبانو واک پاى ته ورسېده نو بدلمني هم سر راپورته کړ او که ډېره غوړېدلې نه ده نو ډېره پټه هم نه تر سره کېږي .

دهېواد په شمال کې دجوزجان ولايت دپوليسو يو چارواکي دنوم نه اخيستلو په شرط وويل چې درسمي شمېرو له مخې له تېرو لسو کلونو راپدېخوا په دې ولايت کې دوه زره کورنيو بدلمني ته مخه کړې ده ،خو سمې او نږه شمېرې کېداى شي تر دې ډېرې لوړې وي .

په ډېرو پېښو کې بدلمني ديوې سوداګرۍ په توګه پاتې شوې ده چې له خپلې مور څخه لور ته  ور پوري ايستل کېږي .
د طالبانو دواک پر مهال په جنسي اړيکو باندې سخت بنديز لګېدلى و ، له ساحې دباندې لېدنې کتنې او جنسي اړيکې کېداى شواى چې دسختې سزا لامل شي .

هغه مېرمن چې مېړه يې درلود که چېرته يې له چاسره جنسي اړيکې نيولى واى  تر مړينې پورې په ډبرو ويشتل (سنګسار) کېده  او نورې هغه مېرمنې چې مېړونه به يې نه درلودل په درو وهل کېدې .

له پرديو مېرمنو او يا نارينه وسره جنسي اړيکې ټينګول دطالبانو دواک پر مهال غيرقانوني و او زندانونه له هغو مېرمنو څخه ډک و چې په زنا يا ناروا جنسي اړيکو تورنې وې  او دجزا په توګه به يې له ٥ تر ١٥ کلونو پورې په بند کې تېرول .

خو له دې جزا سره سره ددلبر(ددې واقعي نوم نه دى ) په څېر يو شمېر مېرمنې له ناروا جنسي اړيکو څخه را ونه ګرځېدلې ، نوموړې څلوېښت کلنه ده او دمزارشريف په ښار کې يوه رنډۍ خانه لري .

دلبر يوه حرفوي مېرمن ده ، دا له کلونو را هيسې ديوې بدلمنې يا رنډۍ په توګه کارکوي  او اوس يې دغه کسب خپلې لور ته ور پورې ايستلى دى ، چې لور يې اوس ورسره ديادې شوې رنډۍ خونې په چلولو کې مرسته کوي .
دلبر اوس دځان لپاره خريداران نه پيدا کوي .
نوموړې وايي : (( زه اوس ډېره زړه يم(له خندا سره )  زه اوس دماشومانو مور يم  خو له نورو نجونو سره مرسته کوم چې بدلمني ته رامخه کړي  زه دداسې اسانتيا او شيانو دموندلو په لټه کې يم  چې ديوې لنډې شېبې لپاره ځوانان خوښ وساتم .
په دې وخت کې ددې يو خريدار ورته زنګ وهي او دې ته د درناوي په ډول  وايي ((خاله)) - ((ترورې ))

دلبر اوس لس نجونې لري چې  ټولې يې ددې له رنډۍ خانې څخه بهر په کار بوختې دي او دوى دخلکو غوښتنو ته ځواب وايي .

دا اوس په منظم ډول لګياوي  چې خپلو خريدارانو ته نوې اوتازه دمه نجونې برابرې کړي ددې خريداران همېشه دتازه نجونو او نويو خوشاليو په لټه کې دي.

دا وايي : (( کله چې زه کومه نوې نجلۍ پيدا کړم  نو پوښتنه ترې کوم چې ملګرى دې نه دى په کار؟))
دا زياتوي: ((زه له دې لارې څخه  ډېرې زياتې نجونې پيدا کوم ، او بله خبره داده چې  زه کولاى شم له خپلې خوښې سره يوه نجلۍ چې يايې عمر پوخ شي او يا لږ  زياته وکارول شي  پرېږدم .))

له دې امله چې بدلمني يا رنډۍ توب په هېواد کې غيرقانوني دى نو دلبر هم ډېر پام کوي .
دا معمولانه غواړي چې کوم خريداردې  شپه  ورسره تېره کړي  ځکه دا ګاونډيانو له خبرېدلو وېرېږي چې دې ته يې پام نه شي .

دا وايي چې زيات خريدران  يواځې په ورځ کې يو څو ساعته تېروي .

دلبر وايي چې دا له ١٠٠٠تر ٢٠٠٠ افغانۍ اخلي خو دا په نجونو پسې تړاو لري  او زياتوي چې : ((هغه نجونې چې ځوانې او تازه وي نو زياتې پيسې اخلي .))

دا ددې معاملو په اړه نجونې په جريان کې اچوي خو له تر لاسه شويو پيسو څخه دخپلې سلنې په اړه هغوى ته معلومات نه ورکوي .
دغه سوداګري اوس دګرځنډه ټېلېفون له برکته ډېره اسانه شوې ده او ټول هغه شيان ورسره پاى ته رسېدلي دي چې دغه سوداګري به يې پر مټ کېدله .

دلبر اوس دګرځنده ټېلېفون پر مټ کولاى شي چې خپلو هميشنيو خريدارانو ته خبر ورکړي چې چېرته ده ؟
هغې وويل : (( تر دې مخکې چې زه ګرځنده ولرم زه مجبوره وم چې په هر کور کې زيات وخت تېر کړم  ، پخوا به چې زه چېرته تلم نو پخپله به تلم او خپل خريدار ته به مې ويل چې زه اوس چېرته يم  دغه ګرځنده ټېلېفون يوه لويه مرسته ده .))

په پلازمېنه کابل کې هم رنډۍ خانې شته  ، دغه رنډۍ خونې په يو شمېر چينايي ر ستورانټونو کې جوړې شوې دي چې دغه درنډۍ توب په برخه کې دپام وړ دي او نړيوالو خريدارانو ته  نجونې برابروي ، په ښارکې دکاکا فياض(بيا هم آرنوم نه دى ) سراى ته ورته څوښکلي سرايونه شته چې له رنډيو څخه ډک دي .

په کابل کې بيې ډېرې لوړې  دي لکه کاکا فياض  چې په يوه شپه کې ديوې نجلۍ پر سر ١٠٠ډالره اخلي .
دى وايي : ((موږ دځوانانو  اړتياوې ور پوره کوو ځګه زموږ شتون هم په دوى پسې تړلى دى .))

ډېرى هغه نجونې چې دفياض په سراى کې په بدلمنۍ بوختې دي تر ٢٥کاله لږ عمر لري
 دى وايي : (( هغه کسان چې زما سراى ته راځي هغوى په انجوګانو(نادولتي ټولنو) کې کار کوي، دغه راز دښار يو شمېر بډايه اوسېدونکي هم راځي .))
نوموړي  په داسې حال چې غورې يې کولې  وويل : (( ما دغه کور ددوى په چوپړ کې ورکړى دى  او دوى هم په بشپړ ډول دامنيت اوخونديتوب احساس کوي . ))
١٩کلنه ازيتا يوه له هغو نجونو څخه ده چې دکاکا فياض په سراى کې په کاربوخته ده .

دا وايي : (( زه دا کار کول نه غواړم .)) ددې پر مخ اوښکې رغړي  او زياتوي : (( زه اوس په اتم ټولګي کې يم ، زه غواړم چې ډاکټره شم ، خو زه نه شم کولاى چې خپلې زده کړې بشپړې کړم ، نو دا يواځنۍ لاره ده چې زما پر مخ خلاصه ده . ))

که څه هم دا له خپله بخته خوشاله نه ده خو بيا هم کاکافياض نه ملامتوي ، هغه مهال چې دې مرستې ته اړتيا درلوده او هغه ورته دمرستې په توګه دبدلمنۍ وړانديز ورته کړى و .

نوموړې وايي : (( زه يو هلک هم نه پېژنم  او نه دوى ما پېژني او نه مې پته ورته معلومه ده ، زه له دوى سره دکاکافياض په سراى کې ګورم ، دى يو ډېر ښـه سړى دى ، کله چې دلته کوم خريدار رانه شي او زه پيسې نه لرم نو دى راته پيسې راکوي  او که دى راته پيسې رانه کړي نو زموږ شپږ کسيزه کورنۍ به له لوږې  ومري .))
د رنډۍ خانو جوړول له مشتريانو يا بډايه خريدارانو څخه نجونو ته يو ډول خونديتوب ور وبښي ځکه پخپل سره دغه ډول کارونه کول کېداى شي ستونزې راپورته کړي .

خو٢٥کلنه لطيفه بيا په خپلواک ډول په کوڅو کې دبدلمنۍ دنده پر مخ بيايي.
دا له دې امله ګيله منه او خپه ده چې ددې ډېرى خريدران اطرافي او کليوال خلک دي او دغه کسان دجنسي اړيکو له تر سره کولو وروسته پيسې نه ورکوي .
دا وايي : (( ځينې خلک هڅه کوي چې په ما څه وڅښي او يا راباندې يو شى وڅکوي .))
نوموړې زياتوي : (( يوه شپه دوو کسانو زه خپل کور ته ور وغوښتم  او راته ويې ويل چې ٢٠٠٠افغانۍ به راکړي ، دوى ماته وويل چې الکول وڅښه خو ما ورته وويل چې نه يې څښم.  وروسته دوى زه را ونيولم او نسکوره يې کړم او دشاله خوا يې جنسي اړيکې راسره ټينګې کړې . کله چې ما ممانعت وکړ  نو زه يې په نيمه شپه کې بې له دې چې پيسې راته راکړي له خپله کوره را ويستم او را ويې شړلم  . ))

دا زياتوي ،خو ټول خريداران او مشتريان بيا بد نه دي .
نوموړې وايي : (( دلته يو څو کسان شته چې ښه خلک دي  ، په خپله خبره ولاړ دي او زما مزدوري  راکوي . ))

دکوڅو رنډيتوب يابدلمنې سخت وختونه هم لري .

٢٥کلنه رويا(آرنوم يې نه دى )  اصلا دپلخمري ده خو اوس دمزارشريف په ښار کې اوسي چې له پلخمري څخه دموټر نږدې دوه ساعته لاره ده .

دا ټوله ورځ په ښار کې سوال کوي دغه راز دپيسو لپاره بدلمني هم کوي.

دا هټيو ته ور ځي او خاوندانو ته يې وايي چې دا دڅلور ډالرو معادل افغانيو باندې (نږدې دوه سوه افغانۍ) جنسي اړيکي ورسره تر سره کوي .
نوموړې وايي : (( که دغه کار ونه کړم نو له ګڼې ګوڼې څخه په ډکه کوڅه کې به ديوې افغانۍ دموندلو په موخه يو ساعت ولاړه  يم . ))

دا زياتوي : (( ما له ماشومتوبه دسوال کار پيل کړى دى خو کله چې زه پېغله شوم نو نارينه و به سپکولم او هڅه به يې کوله چې له ماسره ځان سريښ کړي نو له همدې امله مې دپيسو لپاره سکس يا ناروا جنسي اړيکو ته مخه کړه .))

دټکسي چلوونکي درنډيتوب او رنډيو يا بدلمنو په اړه دمعلوماتو خورا بډايه سرچينې دي ، ځکه دوى دټولنې له هر ډول خلکو او وګړو سره راشه درشه اوسروکار لري .
په مزارشريف کې يوټکسي چلوونکى  وايي : (( زه يو زوړ سړى پېژنم چې له يوه بهرني هېواده راغلى دى ، هغه په ښار کې بلد نه دى  هغه له ماڅځه مرسته غواړي ، دا سړى ځوانې نجونې ډېرې خوښوي، زه دى له ځانه سره ملګرى کوم او څو ځايونو ته يې راسره بيايم  اوس موږ دواړه په اونۍ کې يوځل ځو،  دى له يوې ځوانې نجلۍ سره ګوري او زه له بلې سره . دى زموږ دواړو پيسې ورکوي او وروسته بيا ماته دټکسي چلولو دشپږ ځله(پېرې ) بيه هم راکوي .))

دبلخ ولايت يو ځوان بې له دې چې بښنه وغواړي له څو بدلمنو سره دخپلو ليدوکيسه پيل کړه  او ويې ويل : ((دا يو ساتېرى دى موږ نور څه وکړو؟ زه له يو زيات  شمېر نجونو سره اړيکې لرم، دوى زما دوکان  ته راځي او زه دوى ته پيسې ورکوم. دا د دواړو اړخونو لپاره ښه دي ، زه واده نه لرم او دوى پيسې ګټي .))
دى وايي چې مارکيټ په بشپړه توګه غيرمنظم دى  .
(( موږ له سلو تر پنځه زره  افغانيو(له دوه تر سلو ډالرو)  پورې ورکوو،  دا دنجلۍ په عمر او ښکلا پسې اړه لري . ))
نوموړى زياتوي : ((په سلو کې پنځوس تنه په دې ډول کارونو بوخت دي . ))
دزياتو پټو ناروا جنسي اړيکو له امله اوس دناروغيو ګواښ هم خپلې لوړې کچې ته رسېدلى دى .
دمزارشريف په کلينک کې دايډز په اړه دعامه معلوماتو دبرخې مشر ډاکټر خالد وايي له بده مرغه عام افغانان په HIV داخته کېدلو او خپرېدلوله خطرونو څخه ناخبره دي .
دى وايي چې د HIV يا ايډز  په لېږدولو کې څو فکټورونه دپام وړ دي خو ((اصلي هغه يې ناسمې ، غيرصحي او ناروا جنسي اړيکې دي .))
دده په وينا کله چې يوه بدلمنې يارنډۍ ښځه له  څو کسانوسره جنسي اړيکي ټينګوي نو نه يواځې د HIV وايرس ته له يوه څخه بل ته دلېږدلو لاره اوارېږي او خطر يې رامنځته کېږي ، بلکې يو شمېر نورې نارغۍ لکه تور زيړى رامنځته کېږي  او يو شمېر نور وايرسونه هم له يوه څخه بل ته ځي .

نوموړى وايي چې په دې اړه دخلکو عامه پوهاوى ډېر کمزورى او دقناعت وړ نه دى ((زيات خلک ددې ګواښونو په اړه نه  پوهېږي. ))
د٢٠٠٧په اګست کې دهېواد روغتيا وزارت دHIV پنځه اويا پېښې راجستر کړې وې، خو موجودې شمېرې دباور وړنه دي ، يواځې په وروستيو شپږو مياشتو کې شته شمېرې څلور ځله لوړې شوې دي او داسې ګمان کېږي چې رښتينې شمېرې به تر دې ډېرې لوړې وي .
که چېرته دلبرداستطباب  په اړه فکر نه کوي نو ډاکټر خالد په حقه ده چې دې کار ته اندېښنه لري .

ديوې رنډۍ خانې څښتن وايي چې ايډز يوه شرموونکې ناروغي ده( له خندا سره ) دى زياتوي :   ((په افغانستان کې ايډز نشته، ما تر اوسه پورې له چا نه دي اورېدلي چې دى په ايډز اخته  دى . دلته يوه نجلۍ ده چې په يوه ورځ کې بې له دې چې پوکاڼه (Condom) وکاروي له دريو کسانو سره ناروا جنسي اړيکي ترسره کوي ، دغه پوکاڼې يو ډول بهرني شيان دي ، ماپخپله هم تر اوسه پورې نه دى کارولى . ))
پوليس وايي چې دوى دبدلمني دمخنيوي هڅې کوي .
دبلخ ولايت دپوليسو مشر جنرال سردارمحمدسلطاني وايي : ((موږ په بشپړ ډول دبدلمنۍ ددغو مرکزونو دتړولو په اړه  جدي يو. اوس هېڅوک زړور توب  نشي کولاى چې په ښکاره دغه کار وکړي، که چېرې دلته دغسې کوم مرکز هم وي نو پټ به وي  او هغه کسان چې دغه مرکزونه چلوي ډېر ماهر دي ځګه نو پوليس نه پوهېږي چې دوى دلته دي .))
مګر يوځوان  چې دنارواجنسي اړيکو دتر سره کولو له امله دپوليسو له لوري نيول شوى و اى ډبليو پي آر ته وويل چې ډېرې بدلمنې مېرمنې له پوليسو سره چل کوي او خپل کار پر مخ بيايي .

دى وايي : (( ما يو وخت له يوې نجلۍ سره دليدلو وعده وټاکله ، زه لس دقيقې وروسته هلته ورسېدم خو په دې وخت کې پوليس راښکاره شول زه يې ونيوم او زندان ته يې واچولم .))

ده زياته کړه چې له دې پېښې سره ځکه مخ شو چې دى تر اوسه پورې نه پوهېده چې دغه کار څه ډول تر  سره کېږي او دا سيسټم څنګه دى .

نوموړى وايي : (( تېر کال ما يوه ښځه له ځانه سره خپل کور ته روانه کړه ، دې چادري اغوستې وه خو پوليسو موږ ودرولو او ويې ويل چې دوى دغه ښځه پېژندلې ده چې بدلمنې ده ، خو دې پوليسو ته يوه خوږه مسکا وکړه ، هغوى له موږ څخه پيسې وغوښتې ، ما ورته سل ډالره ورکړل او دوى هم اجازه راکړه چې ولاړ شو .))

خو دپوليسو مشر سلطاني بيا له دې څځه انکار کوي چې ګواکې دده کسان په بدلمنې کې ونډه لري دى وايي : (( که هر څوک شواهد لري دوى کولاى شي ماته راشي ، که چېرته موږ عمل ونه کړ نو خلک کولاى شي چې ما ديو مسول تن په توګه ونيسي او پړ مې وبولي  .))
دلبر ډېره چلناکه مېرمن ده کله چې دپوليسو دفساد په اړه ورڅځه وپوښتل شي نو يواځې وخاندي .
دا وايي چې موږ هميشه تر هر ډول  او هر حکومت لاندې پاتې شوې يو ، هر حکومت پوليس هم لري .
دنوموړې په وينا: ( ( موږ غواړوچې په يوه لاره خپل کار تر سره کړو او هرڅوک خوشاله وساتو.))