د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دثور داتمي دپيښي په اړه دطالب وياند تازه مرکه

28.04.2008 23:08

دثورپه اتمه په کابل کي دتاريخي بريدپه هکله
له الاماره ويب پا ڼي سره
دطالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد مرکه:

پوښتنه: په کابل کي دتیری ورځی دعملیاتوپه هکله که معلومات راکړي ؟
جواب :دسږکال لپاره چی کله داسلامی امارت مشرتابه د"عبرت "په نامه دعملياتوپه پيلولوسره ويلي وو چي مونږبه یولړنو ي تکتکونه اودعملیاتونوي ستراتیږی غوره کوواوعملیات به موپه ټول هیواد کی خپاره وی ترڅودښمن سربداله اوپه هرځای کی راګیروي له نویوتکیتکونوڅخه یوهم دثورداتمې عملیات وو .
ودی عملیاتوته چي دکابل د مجاهد اولس په مرسته له یوې میاشتي راپدیخواتیاري روانه وه دعملیاتولوي هدف کورنیواوبهرنیودښمنانوته داسلامی امارت دقوت ،دمجاهدينومهارت اوددښمن ضعف ښکاره کول وواوخلګوته داثابتول وو چې هغه څوک چه تاسوته دامنیت راوستلوناري سوري وهي اوپه ملیونوډالرستاسوله عائداتوڅخه په دی خاطروړي چي ګویا مونږتاسوته امنیت راوستلی،دهغوی داناری سوری بی بینسټه اوتش په خوله خبری وښول شی.
عملیات دپکتیاولایت اوسیدونکی ملاالیاس مهاجرترقوماندې لاندې طرحه اوتطبیق شول ورسره ملګري ول :ملا علی د ننګرهار، ملاحمزه دقندوز ،ملامحمدعطاء دکابل ،ملاعثمان دقندهار ،ملافرهاد دهرات اوملاالیاس دپکتیا .
دوی ټول داسلامی امارت د استشهادي کنډک مربوط مجاهدین ول ،دعملیاتو پرمهال دوی په دوګروپونوتقسیم ووچې هرګروپ يې درې کسه درلودل :لومړنی ګروپ چې ملاحمزه اوملاعلی محمد اوعثمان پکی شامل ؤدجشن اسټج ته مخامخ ددری سوه متره په فاصله کی په یوه زړه ودانۍ کې په ډیرمهارت سنګرنیولی وواوددوی وظیفه په اسټج باندی دآرپی جې راکټ ،اګایس، پیکا اوکلاشنکوپ په توسط حمله وه اوددوهم ګروپ دنده له یونیم کیلومتره فاصلې څخه په دښمن دهاوان پیرونه کول اوهم له لمړنی ګروپ نه ددښمن توجه اړول وو.
هغه مهال چه دګوډاګۍ ادارې ملی سرود ته دارویدلولپاره ولاړوکسانواورسمی ګزشت ته په اماده شو یوشمير کسانو باندی ددواړوګروپونوله خواعملیات پیل شول ،عملیات دعملیاتودقوماندې له مرکزه په نوي مخابراتی سیستم رهبری کیدل ،عملیات ډیرموفق او له پروګرام سره سم تطبيق شو ل .
دعملیاتو هدف مونږترلاسه کړ اوددښمن ټول امنیتی پلان له خاوروسره خاوري شو،دجشن مراسم ګډوډ شول اودجشن په ټولو برخه والو کي ویره اوغوغاګډه شوه ،امنيتي ځواکونويي ترعا مه خلکو دمخه منډي وهلي.
زمونږدمعلوماتو له مخی دګوډاګۍ ادارې شاشجاع حامدكرزي په ورانه کې سرسري لګيدلي ،ځکه خويي ارګ ته له رسيدوسرسم جراحي ډاکټران خپل استو ګنځاي ته وغوښتل اوترتداوي اوپاسمان ورسته په نوروجاموكي ښه ځندورسته دلنډوخت دپاره دتلويزيون په پرده په وارخطاحالت كي راڅرګندشو.
په دي بريد کي دغلامي اردوزيات شميرمنسوبین اوافسران له منځه تللي اونوریوشمیردګوډاګۍ ادارې لوړرتبه کسان وژل شویدي.
له شل دقیقی جنګ نه وروسته لمړی عثمان بیاعلی بیا حمزه شهیدان اودعملیاتودمشرپه ګډون دوه نورملګری دعملیاتونه وروسته بیرته په محفوظ ډول مرکز ته ستانه شول څه ځنډ وروسته دښمن سنګرته داخل شوی .
سوال :تاسی ولی دغه ورځ دعملیاتولپاره انتخاب کړه ؟
جواب :دښمن په دغه ورځ ټول قوت غوښتل ښکاره کړی اوهغه کسان جشن ته راغلي ول چې دجهاد ټول ثمرات ئی په کفاروپلورلي ول، مونږپه دې ورځ دوی اوددوی بادارانوته خپل قوت وښودل اوبل مونږوایوچه جشن جوړول اودغه ورځ لمانځل په داسی حال کی کیږې چه لاهم زمونږهیواد دپردیوصلیبي یرغلګروترتسلط لاندې دی اوزمونږدهیواد هرڅه دپردیوپه لاس کې دي، زمونږ مظلوم هیواد وال په بمونوشهيدانیږي زمونږکورنه لوټل کیږي، زمونږپتمني پیغلي دپردیوعسکروله خواوړل کیږي، چي ښه بیلګه ئی دکندهاردلوی والی ۳دری ورځی مخکی پیښه ده چه هلته خارجی عسکر ورغلي اودکورښپږ ښځې يې له ځان سره وړي دي .
مونږوایوجشن به هلته جوړه وچې هیواد موازاد اوخپلواک شي، نن خودجشن امنیت هغه څوک نسي چې هغه اشغالګراوپه واک کې دهغوی ګوډګیان دي.
سوال :په ايئنده کې تاسي نورددارنګه عملیاتوپلان لري که ځنګه؟
جواب :مونږدخدای جلّ جلاله په نصرت سره غواړوچې دارنګه عملیات نورهم ترسره کړو اودښمن ته دعبرت درس ورکړواوددوی ټولي هیلې له خاوروسره خاوري کړوپه داډول عملياتوکي نړۍ والوته داخبره ښکاره کول غرض وي چي په افغنستان كي حالات څه ډول دي ځکه داطرافوجنګونه اوسني ميديانه نشرکوي اوپرده پري اچوي ،موږغواړوچي په سترګوکي وروخيږو .

يادونه: ټول افغان دخپل بې پرېتوب په ساتلو سره غواړي دهیواد دروانو حالاتوپه اړه دښکېلوخواوو نظرونه او دريځونه خپاره کړي. پورته مرکه هم دهمدغي روحيې له مخي خپريږي. که حکومتي اړخ پدې اړه خپلي خبري ولري ټول افغان به يی په ورينه ټنډه خپرې کړي