د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان پارلمان یو پیاوړی استازی له لاسه ورکړ

زرغون 28.04.2008 22:52

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول
افغان پارلمان له لومړي سره نږدې ۲۴۹ تنه غړي لرل، چې له بده مرغه له دغې ډلې څخه د پارلمان نهو تنو استازو په بېلابېلو وژونکو پېښو او بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په پلازمېنه کابل کې د اسلامي جهاد د بریالیتوب د شپاړسمې کلیزې د نمانځنې په پرونۍ غونډه د سپکو وسلو د ډزو په پایله کې د افغان پارلمان یو پیاوړی استازی ښاغلی فضل الرحمن ځمکنی شهید شو.
دغه برید د غونډې ځای ته له مخامخ کنډوالو څخه تر سره شوه. دغه برید په داسې مهال کې ترسره کېږي، چې نږدې له یوې میاشتې راهیسې څخه د غونډې د ځای د امنیت لپاره د تیاري هلې ځلې روانې وې او له نږدې تېرې یوې اونۍ راهیسې د غونډې په ځای کې زغره واله موټر ، شوبلې او سلګونه پولیس، د ملي اردو سرتېري او د ملي امنیت څارګر ښکته پورته کېدل او له تېرې یوې میاشتې راهیسې په دغه لاره د خلکو تګ راتګ له ستونزو ډک وو.
خو له بده مرغه تېره ورځ د غونډې پرمهال د سپکو ډزو تر کېدلو وروسته په ډاګه شوه چې د دولت د درې بېلابېلو امنیتي او دفاعي ارګانونو یو میاشتنۍ هلې ځلې او پرېمانه لګښتونه بې پایلې شول. ځکه د سپکو وسلو ډزونو د غونډې ګډونوال ووېرول، غونډه ګډه وډه شوه او له بده مرغه چې په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو د استازي ښاغلي فضل الرحمن څمکني په ګډون دیارلس تنه هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.
ښاغلی ځمکنی د هغو ګوتو په شمېر وکیلانو څخه وو چې د ملي شورا ټولو غونډو ته به په ډېره لېوالتیا ورتلو. په دې سربېره د ښاغلي څمکني د استدلال او منطق ژبه هم ډېره تېره وه. نوموړي به هره مسله په ډېر غور څېړله. د بحث پرمهال به یې د پوره زغم ترڅنګ رسا او صمیمي ژبه کاروله. هوایي او عمومي خبرې یې نه کولې. د نوموړي خبرې شمېرلې او دلایل د لمر په څېر روښانه وو، چې له بده مرغه د افغان پارلمان د پاتې ۲۴۰ تنو استازو له ډلې څخه یو څو په ګوتو شمېر استازي د ښاغلي څمکني په څېر زغم، استدلال او د منطق ژبه لري.
له بده مرغه ښاغلی څمکنی په داسې حال کې په شهادت رسېږي، چې د افغانستان په سلګونو سمیه یزې لویې او وړې ستونزې لاینحله پرتې دي او د هغو اواری دښاغلي څمکني په څېر د سړې سینې، پیاوړي استدلال ، ملي فکر، هاند او هڅو ته اړتیا لري، چې له دې امله دښاغلي څمکني وژنه یو لوی ناورین او افغان ولس ته هغه اوښتی زیان دی، چې ګمان نه کوم تر ډېره یې څوک وړ ځای ناستی وګڼل شي.
ښاغلی څمکنی په پارلمان کې د پکیتا د خلکو استازی وو خو نوموړي یواځې د پکیتا او پکتیاوالو په اړه نه بلکې د ټول افغان او افغانستان په اړه فکر کاوه.
ښاغلی څمکنی د جرګو د سمیې هغه جرګه مار وو، چې د یوه تکړه جرګه مار ټولې ښېګڼې یې په ځان کې لرلې.
له انځوریزو رسنیو سره د خبرو پرمهال به تاسو هم درک کړي وي، چې ښاغلي څمکني په ډېر مسولیت سره خبرې کولې، د خبرو کولو په ټولو نزاکتونو پوهېده. نوموړي د نورو په څېر له کومې ډلې ټپلې پورې تړلی نه و، نه دیو شمېر وکیلانو په څېر پارلمان ته د جیب د ډکولو یا د خپلې ډلې ټپلې د پاللو لپاره راغلی وو. بلکې نوموړی پارلمان ته له بې شمېره ملي او ولسي هیلو، ښېګڼو او ارمانونو سره راغلی وو.
ښاغلی څمکنی هغه ریالیست استازی وو، چې نه یې په حقایقو سترګې پټولې او نه یې هم د نورو د خوښ ساتلو لپاره په یوه او بل بې ځایه تورونه لګول او نه یې هم د چا بې ځایه ملاتړ او غندنه کوله.
ښاغلی څمکنی یوې رڼې هندارې ته ورته و، هغه به چې څه لیدل نو هغه یې په همغه بڼه بیانول.
د ښاغلي څمکني بله ښېګڼه دا وه، چې نوموړي یواځې ستونزې نه مطرح کولې، بلکې د ستونزو لپاره یې غوره او ګټورې حل لارې لټولې. دبېلګې په توګه که به نوموړي په افغانستان کې د پاکستان د لاس وهنو او په ناامنیو کې د لاس لرلو په اړه څرګندونې کولې نو یواځې دابه یې نه ویل چې پاکستان دلته ځانمرګي رالېږي. یا هغه او دغه کوي .
نوموړي به په ډېرو قانع کوونکو دلایلو د افغانستان په کورنیو چارو او نا امنیو کې لاس وهنه د پاکستان په زیان هم ګڼله او نوموړي به ویل چې دا وړ کړنې د پاکستان او افغانستان د ښه ګاونډیتوب اړیکې خړې پړې کوي. همدارنګه به یې دواړو غاړو ته د ښو اړیکو د وړاندیز کولو لارې چارې او ګټې هم په ډاګه کولې.
ښه مې په یاد دي چې یوه ورځ یې په لمر ټلویزیونه کې د یوې مرکې پرمهال هغو ناوړه ډلو ته چې په هېواد کې نامني ته لمن وهي، ملي یووالي د خرابولو هڅې کوي او په ملي ګټو سترګې پټوي او په اغلب ګمان چې زیاته نغوته یې ټلوالې ته وه. نو هغوی ته یې په خطاب کې وویل چې تاسو په افغانستان کې بانکونه لرې، لوړپوړې او سوداګیزې ودانۍ لرې، پخې او نوې ودانۍ لرې. د ښه ژوند کولو ټولې اسانتیاوې لرئ، مګر بیا هم د افغانستان جوړېدل، پرمختګ، ارامېدل او هوسایي نه غواړئ او نه هڅه کوې ، چې افغانستان دې ارام، هوسا پرمختلی او په خپلو پښو ولاړ وي ولې زه چې لا خټین کور هم نه لرم نو بیا هم افغانستان خپل کور، ځان او زړه ګڼم او د جوړېدلو هڅې یې کوم.
لنډه دا چې ښاغلی څمکنی نور زموږ او تاسو په منځ کې نشته خو د ده هیلې او ارمانونه، اندونه او فکرونه له موږ سره دي او د هغو د پوره کولو لپاره باید هر یو په تېره د ولسي جرګې رښتیني استازي ځانونه ژمن وګڼي.
پاتې شوه د دولت خبره زه په پوره ایمان او باور درته وایم که خدای مه کړه زه د اوسني دولت د دفاع یا کورنیو چارو وزیر وای اویا هم د ملي امنیت ریس نو په خدای باور وکړئ چې په ډېر ویاړ ا وشرافت به مې استعفا ورکړې وه، په خپل نا اهلتوب او نالایقتوب به مې قناعت کړی و نوداچې دغه ښاغلي له بده مرغه دا احساس نه لري نو له ولسمشر کرزي څخه ښایي چې دا درې واړه امنیتي مسولین له پوښتنو او ګروېږنو لاندې ونیسي او تر هغې یې پرې نه ږدي چې ترڅو یا د خپلې بې پروایي بښنه و نه غواړي او یا خپله پړه ونه مني او که نه نو خدای مه کړه دښاغلي څمکني په څېر ډېرپیاوړي او ملي افغانان به مو له لاسه ورکړې وي.
د ښاغلي څمکني سپېڅلې اروا ته په درناوي او دعا.