د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نه هېرېدونکې غلا

غوټۍ ( مینه ) 18.03.2008 23:56

فکر کوم چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره يو پښتون ورور د خپلې خور شعر غلا کوي.دغه حيرانوونکې خبر نن مازديګر ماته ورسېده.زه چې د هغه شعر اصلي ويوونکې يم، وياړم چې زما شعر دومره معنوي ارزښت درلود چې يو چا ځان د هغه لپاره غل معرفي کړ.
شاعرانو وروڼو!
پوهېږئ دغه غل څوک دی؟
زه يې درته وايم.
دغه ادبي غل محبت خان دی.محبت خان زما شعر د بهير سايت نه غلا کړی و او هغه يې په بینوا سايټ کې په خپل نوم خپور کړی و.ستاسو څخه هيله کوم چې په بېنوا سايټ کې دغه شعر چې د(لېمې سحر ته ډالۍ)په نوم ليکل شوی دی وګورئ او زما پر څرګندونو اعتبار وکړئ.
زه له بهير ادبي سايټ څخه هيله کوم چې په دغه هکله جدي ګام پورته کړي.
که محبت خان ورور شعر نشي ويلای؟خير دی.ماته دي ووايي؛زه خپل ټول شعرونه د هغه په نوم په ټولو سايټونو کې خپروم؛خو په راتلونکې کې دی داسې کارنه ترسره کوي؛ځکه چې زه د څلوېښت کاله د مخه نجلۍ نه يمه او سبق به ورته پخپله ور کړم.
په پاې کې له ټولو شاعرانو څخه غواړم چې د خپلو شعرونو امنيت ونيسي که نه د هغوي شعرونه به هم د محبت خان لخوا غلا شي.او در بهير ادبي سايټ چلووکو څخه غواړم چې زما هغه شعر دي چې د لېمې په وياړ مې ليکلي وه يو ځل بيا خپور کړي څو محبت خان يو ځل بيا وشرميږي.
غوټۍ \"مينه\"
28 12 1386

ښه شوو لېمه افغانې ستورې شوه
نه ستورې کله شوه سپوږمۍ شوه هغه
نوربه تنها ورته لېمه نه وايو
دې زمانه کې ملالۍ شوه هغه
..............................................
رحمت په داسې کورنۍ شي بياهم
چې خپله پېغله يې سپوږمۍ کړه هغوی
موږ ته اوس ښايي پېرزوينې د دوی
چې بيا روښانه زموږ نړۍ کړه هغوی
............................................
که دوی لېمه اوس واده کړي وای نو
هلته به اوس يوه ډيوه وای هغه
له نيکه مرغه اوس سپوږمۍ شوه زموږ
که نه د يوۀ کور پلوشه وای هغه
..............................................
نړيوال ټول ورنه مننه کوي
چې افغاني اواز دي بيا پورته کړ
خو ته يوازې د افغان غږ نه يې
تا د مظلومو اواز بيا پورته کړ
..........................................
د زرغونې انا کيسه اورمه
خو شهامت د تا پخپله ګورم
افرين سل ځلې په تا باندې وي
تا نه ريښتنې غږ ستاخپله اورم
........................................
ماته دي هم دغه همت را کړی
چې شال له مخه مې زه لرې کړمه
نور به له مخه مې ونه شرمېږم
نور به زندان نه ځان مې لرې کړمه
..........................................
نور به خپل حق هيڅ چا ته زه ور نه کړم
تر مرګه ځان څخه دفاع کومه
خو که څوک ځان مې رانه واخلي بياهم
له افغانيت سره وفا کومه
غوټۍ \"مينه\" 24 12 1386