د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دماشومانو له پاره لپټاپونه

انصاري 25.01.2008 10:02

ګرانو وروڼو، مشرانو کشرانو! سلامونه او نېکې هيلې.

څښتن مو روغ رمټ لره.

غواړم تاسو ټول د هغه نړيوالې پروژې څخه خبر کړم، چې د نړۍ بېوسه او وس لرونکو ماشومانو لپاره يې د يوه، يوه لپټاپ کمپيوټر د ورکړې تابيا کړې.

دا پروژه د OLPC (One Laptop Per Child) يا (هر ماشوم لپاره يو لپټاپ) ده. دا پروژه د لېنکس کمپنۍ لخوا د د نړۍ خوارو او بې وزله ماشومانو لپاره د هغوي د خوي او بوي سره برابر او د هغوي د ذهني وړتيا د لوړاوي لپاره ۱۰۰ ډالري لپټاپونه جوړ او بازار ته وړاندې کړي. او غواړي د نړۍ ټولو ژبو ته يې د لا کارندتيا لپاره پروګرامونه وژباړي.

د منځۍ اسيا د پروژې مشري
په منځنۍ او سويلي اسيا کې ددې پروژې مشري يو پاکستاني پښتون (ډاکټر حبيب خان چې د کمپيوټرپوهنې په څانګه کې يې ډاکټري لري) کوي. موږ (د نړيوال اسلامي پوهنتون يو څو زده کړيالان) د نوموړي ډاکټر لخوا پدې وګومارل شو، چې ددې لپټاپونو ټولې ټرمينالوجۍ او اصطلاحات ډ افغانستان ځايي ژبو ته وژباړو. ترڅو افغان ماشومان ورڅخه په پوره توګه ګټه واخلي. که څه هم موږ په ځان کې دا وس نه ونه ليد، خو بيا مو هم د خپلو ګلاليو هېوادوالو لپاره دې کار ته ځان اړم کړ.

د يادولو وړ يې بولم چې دا پروژه به د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې پيلېږي، او بيا به د منځنۍ او سويلي اسيا نورو هېوادونو کې ترکار لاندې

له نېکه مرغه زموږ د پوهنې او مخابر، اړيکتاييي او مالوماتي ټکنالوجۍ وزارتونو پتېلي چې دا پروژه په افغانستان کې هم عملي کړي.

اصلي خبره:

له دا دومره خبرو څخه زما موخه دا وه، چې ګران لوستونکي (کېداي شي له دې پروګرم څخه سم خبر نه وي) په اړه لږ مالومات ترلاسه کړي.

ددې پروژې مشر (ډاکټر حبيب خان) له ما څخه هيله وکړه، چې د ماشومانو د ذهني ودې لپاره د قرآن پښتو ژباړه (په اوريز يا ليديز Audio or Video ) ساتېرۍ لپاره پښتو ترانې، نعتونه، ښکلې روزنيز کارتوني فلمونه، او د افغان ښوونيز نصاب د لومړي تولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې کتابونه د P.D.F يا WORD په بڼه (format) راپيدا کړم. د قرآن پښتو ژباړه، ترانې، نعتونه خو مو راپيدا کړل، مګر د ښوونيز نصاب کتابونه مو ترلاسه نکړاي شول.


د O.L.P.C لپټاپونو کارونه (ځانګړتياوې او ګټې):

۱- د هر ډول افتونو په مقابل کې مقاومت، لکه اوبه که چېرې پرې توي شي، نو نه ورننوځي. د خاورو او نورو ... مخنيوي لپاره د لپټاپ چارچاپېره ربړي پوخ چاپېرکړاي شوې، ترڅو د کيليکدړې (کيبورډ) د خرابۍ مخنيوې وشي.

۲- د ماشوم څخه په لوېدو، يا له مېز څخه په پرېوتو سره کوم زيان نه مومي.

۱- دا کمپيوټرونه د ماشوم د وړتيا سره سم هغه ګټور توکي لري، چې د ۲۱ پيړۍ ماشوم ورته اړتيا لري، د مثال په توګه: ښوونکې زده کوونکو ته کورنې کار ورسپاري، چې د زمکې په اړه مالومات راوړﺉ، يا ورڅخه د مرغانو، ژوو، چاپېريال... او داسې نورو شيانو په اړه مالومات غواړي، مګر ماشوم نشي کولاي، چې دا مالومات په خپل کور کې ترلاسه کړي، او يا هم د نورې نړۍ په څېر د انټرنېټ له نړيوال جال څخه خپل کار راواخلي. نو دا لپټاپ ماشومانو ته دا لاسرسې ورکوي، چې له هغه پوهنغونډ (انسايکلوپېډيا) څخه چې له مخکې څخه په هغه پالنګر (server) کې لګول (انسټال) شوې وي، خپل کورنې کار راپيدا کړي.
۲- په درځنونو کتابونه، مجلې، کتابګوټي او داسې نور به د زخيرې په توګه په پالنګر (server) کې پراته وي، ترڅو ماشوم وکولې شي، ورڅخه ګټه ترلاسه کړي.
۳- د لوبو او ساتېرۍ لپاره ډول، ډول روزنيزې لوبې او ګېمونه لري، ترڅو ماشوم وکلاي شي د ذهني ستړيا پر وخت خپله ستړيا پرې لرې کړي.
۴- ددې لپټاپ لرونکيو ماشومانو لپاره د ليديز بنډار جوړونې (ويډيو چېټېنګ) يوه ځانګړې ډالۍ چې ماشومان به کولې شي، ترڅو د دوه کيلو مترو په واټن يو له بل سره اړيکې ټينګې کړي، د يو بل حال وپوښتي، او ليک، ليکنې سره تبادله کړي.
۷- ددې لپټاپونو يو بل نه منونکې کرامت دا دي، چې بې له کوم ټليفون لاين، يا بلې وسيلې څخه به راسا له مصنوعي سپوږمکۍ سره د هغه رنځير د کړيو په څېر وي، چې يوه کړۍ له بلې سره نښولي، نو دا لپټاپونه به هم (که څه هم له پالنګر څخه د ۳۰ کيلو مترو په واټن کې شتون ولري) د همدې زنځير په څېر له نړيوال جال سره نښتې وي، او د نېټ نړيوال جال به د ماشومانو په خدمت کې وي. د يادونې وړ ده، چې د انټرنېټ کنټرولولو لپاره به په پالنګر کې داسې چاڼونه (Filters) نسب وي، چې د ماشومانو د بېلارۍ مخه به ونيسي، او يواځې هغه ځايونو ته به لاسرسې ولري، چې ددوي په ګټه وي.
۸- يو بل ښه والې، چې د يادولو وړ يې بولم، د ټولو هغو لپټاپ لرونکيو ماشومانو جال دي، چې په يوه ښارګوټي، ولسوالۍ او يا کلي کې اوسېږي، په اسانو ټکو کې که چېرې دوه ملګري سره وغواړي يو له بل سره ددې لپټاپ له لارې اړيکه ټينګه کړي، او ددوي ترمنځ واټن د ۱۰ کيلو مترو په اندازه وي، نو کولې شي، د هغه لپټاپ لرونکيو څخه د پل کار واخلي، کوم چې په هر دوه کيلومتره کې د دوه ملګرو ترمنځ اوسېږي (هر دوه کيلو مترو کې د يوه زده کوونکي اوسېدل، د زنځير د کړيو په څېر دي، چې هره کړۍ له بلې سره نښلوي.)

له نېکه مرغه د اوسني کاواکه او مصلحت طلبه واکمنۍ يو له ښو او يادولو وړ کارونو څخه، چې تېرو نږدې ۸ کالو کې يې ترسره کړي، او تر لاس لاندې دي، يو هم پوهنې د ملتپاله روڼ آندي وزير ښاغلي حنيف اتمر لخوا د خپل هېواد ځورېدلو بچو لپاره ددې لپټاپونو ترلاسه کول دي، چې نږدې ۲۰۰۰۰ (شل زره لپټاپونه) نوموړي وزارت ته رسېدلي، او په همدې کچه به نور هم ترلاسه کړي.
په لاندې ګورتپاڼه کې د هغو هېوادونو نومونه ليدلې شﺉ، چې پدې پروژه ګډون غواړي، په دې ګراف کې د سوېلي اسيا د هغو هېوادونو لړليک ګورﺉ، چې دا پروژه په خپل هېواد کې پلي کول غواړي.

د رنګونو په کتار کې نارنجي (orange) هغه هېوادونه دي، چې د پوهنې وزارتونو ددې لپټاپونو په ترلاسه کولو کې علاقه مندي ښودلې، او په دې ډول د هېوادونو په کتار کې زموږ د هېواد نوم په ملي ژبه د ټولو په سر کې راځي

Southern Asia
Short Official Name(s) ITLD Status Notes
Afghanistan د افغانستان اسلامي جمهوريت
(Da Afġānistān Islāmī Jomhoriyat)
Islamic Republic of Afghanistan .af Orange
Bangladesh Gônoprojatontri Bangladesh
People's Republic of Bangladesh .bd Orange
Bhutan བྲུག་ རྒྱལ་ཁབ་
Druk Gyal-khab
'Brug Rgyal-khab
Dru Gäkhap
Kingdom of Bhutan
.bt Orange
India भारत गणराज्य
Bhārat Gaṇarājya
Republic of India
.in Green
Iran جمهوري اسلامي ايران
Jomhūrī-ye Eslāmī-ye Īrān
Islamic Republic of Iran .ir Orange
Maldives ދިވެހިރާއްޖޭގެ ޖުމުހޫރިއްޔާ
Democratic Republic of Maldives .mv <???>

ددې پروژې ګورتپاڼه:
http://laptop.org

د ويکيپېډيا کې ددې پروژې په اړه مالومات:

http://wiki.laptop.org/go/Main_Page

او د پښتو ژبې د ټرمېنالوجې د ژباړې ګورتپاڼه پدې ډول ده:
https://dev.laptop.org/translate/ps


له درنو اديبانو او ژباړنو څخه غوښتنه:

دلته زما غوښتنه له ټولو هغو درنو ښوونکو، اديبانو، ژباړنو او نورو څخه دا ده، چې پدې پروژه کې زموږ لاسنيوې وکړي، او د خپلو ماشومانو د ښې روزنې لپاره دا پروژه راپياوړې کړي. که د يوې مشورې، نيوکې او لارښوونې په ډول وي، يا هغه د تاريخي وياړنو، حماسي شعرونو، او سندرو په څېر وي، يا د ماشومانو لپاره د چاپېريالپوهنې په اړه ګټور مالومات (د کتاب په بڼه يا رسالې) او داسې نور په رالېږلو سره د افغان ماشومانو راتلونکې لاروښانه کړي.
ستاسو رالېږلي مالوماتي کتابونه او کتابګوټي به د پالنګر (sever) کې د ماشومانو د عامه ګټې لپاره اېښودل کېږي.


تاسو کولې شی پدې اړه خپلې مشورې، نيوکې او اړينې لارښوونې په همدې فورم کې يا له موږ سره پدې پتو شريکې کړﺉ:

jalalkut@gmail.com
jalalkut@hotmail.com
jalalkut@yahoo.com


د لا زياتو مالوماتو لپاره انګرېزي ګورتپاڼې وګورﺉ:

http://laptop.org

http://wiki.laptop.org/go/Main_Page

https://dev.laptop.org/translate/ps