د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ”کوچني شاهزاده “ پښتو ژباړه

23.11.2007 21:06

د فرانسوي ليکوال انتوان دو سانت_ ايکزوپېري د ”کوچني شاهزاده“ اثر چې د نړيوال کلاسيکو ادبياتو له جملې څخه شميرل کيږي، جرمني مېشتي افغان ليکوال او ژباړن ښاغلي ډاکټر عبدلباري په پښتو ژباړلی او د جرمني د تينتن فَس مطبعې د پاريس د ګالمارد د مطبعې څخه ددې کتاب د ژباړې ، چاپ او خپرولو د حقوقو تر لاسه کولو وروسته په ښکلي صحافت چاپ او نشر کړيدی.
په جرمني کې  د هايدلبيرګ د RNZ ورځپاڼې  د نومبر پر ١٦ نيټه د ژباړونکي او د خپروونکې موسسې د مشر ښاغلي ډاکټر والټر زاوير سره د دې کتاب د پښتو ژباړې او خپرولو په هکله مرکه کړې وه. ډاکټر زاوير ويلي دي چې که څه هم ژباړونکي حق الزحمه نه ده اخيستې، خو زه مطمئن نه وم چې د پښتو ژباړې لپاره دې لوستونکي پيدا کړلاي شم، خو زموږ دواړو هغه مينه چې د پښتو ژبې او فرهنګ سره يې لرو، دې ته اړ ايستم چې يو څه د پيسو خطر ومنم. خو د کتاب تر چاپ دمخه د انترنيټ د لارې د يوې خبرتيا وروسته پر جنوبي کوريا، جاپان، کاناډا او متحده ايالاتو سربيره د لويديزي اروپا د ٩ هيوادونو د ځايي خلکو له خوا غوښتنليکونه  يا(Subscription) راورسېدل او په دې ډول هم د کتاب د چاپ مالي امکان پيدا شواو هم  ماته ثابته شوه چې د افغانانو، دغه درنه او زيږه، خو ډيره خوږه او له برمه ډکه ژبه په ټوله نړۍ کې مينه وال لري.
 ښاغلی ډاکټر عبدالباري وايي: ما د ”کوچني شاهزاده“ په هکله په ځانګړو ويبپاڼو کې ليدل چې دغه کتاب د نړۍ تر ٥٠ زياتو ژبو او ١٠٠ لاډيرو لهجو ژباړل شوی وو خو دپښتو ځای  پکې خالي و. ددې کتاب پښتو ژباړه  ماته په لومړي قدم کې هدف نه بلکې تر هرڅه دمخه يوه وسيله وه چې دغه خلا پرې  ډکه  او پښتو د خپل هيواد د ملي او رسمي ژبې په توګه نړيوالو ته معرفي کړلای  شم.
ددې کتاب د تر لاسه کولو لپاره پر لاندې پتو اړيکې نيولای شئ:
١) خپل  نږدې کتاب پلورنځي ته د کتاب نړيوال سټندرد شميره( آی ايس بي اين ) ISBN: 978-3-937467-39-9 په ښودلو سره کتاب راغوښتلای شئ.
 ٢) د انټرنيټ له لارې : www.amazon.de
٣) د خپروونکې مؤسسې څخه په مستقيمه توګه: www.verlagtintenfass.de
info@verlag-tintenfass.de