د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پان عربيزم ،دبعث ګوند اوصدام حسين ( ٣ - برخه )

پوهنمل حاجی محمد نوزادی 17.02.2007 03:00

په عراق کې دبعث ګوند دسياسي واک ټنګښت او زوال :

دبعث ګوند پداسې وخت کې قدرت پلاس راوړ چې عراق دژورو بحرانونو په سيند کې غوټې وهلې اوهيوادعملا د راز راز ټولنيزو، قومي او مذهبي ډلو ترمنځ ويشل شوی و، سنيان دشيعه ګانو ، عرب دکردانو ، کليوال دښاريانو او کوچيان دکليوالو په مقا بل کې ولاړ و ٠ دغه هرج ومرج اوګډوډيو سياسي ټولنيز سيسټم بيخي فلج کړی و او دايو ضرورت وو چې ديوه متمدن ژوند دنورمونو بنسټ کيښودل شي ٠
د بعث ګوند دهيواد داقتصادي بيا رغونې ترڅنګ ديوې غښتلې امنيتي دستګاه په جوړولو هم لاس پورې کړ ترڅو  ديوې خوادکودتاګانو دناوړه دود څخه ځان خلاص کړي او دبلې خوا دغه اړودوړ ااو ناخوالو ته دپای ټکی
کيږدي ٠ په همدې خاطردټولنيزې سوکالۍ لپاره هم کوټلې پلانونه پکار واچول شوه ٠ دبعث ګوند دستراتيژيکو موخوپه معراق کې د تورې طلا يعنې د نفتو ذيرمو ځای درلود چې دسياسي - اقتصادي پلانو برياليتوب ورپورې
تړلی و٠ پدې توګه دولت د ١٩٧٢ کال په جون کې دعراق پر نفتو باندې دلوديزو شرکتونودانحصاري امتياز  دلغوکولو پريکړه وکړه ٠ په ١٩٧٣ کال دنفتو بيه په نړيوال بازار کې ډيره جګه ولاړه اوعراق بيشانه ګټه ترلاسه
چې دټاکلو پلانو په عملي کولو کې يې خورا په درد وخوړل ٠ څوکاله وروسته حکومت دخپل ستنو دټنګښت سره جوخت دخلکو په ګټه په يولړ نورو ريفورمونو هم لاس پورې کړ چې تر دې وخته يې په عربي هيوادونو کې
ساری نه و ترسترګو شوی : دسواد زده کړې ملي سرترسري نهضت پيل او دلومړنيومفتوجبري زده کړو اومفتو منځنيو اولوړو زده کړو دعملي کولو په هکله تصميم ونيول شو ٠
په نسبتا لنډ وخت کې په زرګونو کسانو ليک لوست زده کړ ٠ دسربازانو دکورنيو سره دمالې مرستې کولو پريکړی عملې سوې ٠ دروغتياساتنې ټول خدمتونه مفت او کروندګروته بيله عوضه مرستې اوپورونه ورکړل سول ٠
ددغو ريفورمونو په عملې کولوسره عراق وکړای شوه په ټوله منځنۍ اسيا کې ترټولوښه اوپياوړې عمومې روغتيا ساتنه تامين اودخلګو ژوند په پراخه توګه سوکاله کړی ٠

تر دغه وخته دعراق اقتصاد يواځې پرنفتی صنعت ولاړ وو ، ځکه نودبعث ګوند داقتصادی زيربنادپراخولو په موخه ديو هراړخيز ملې پروګرام په هکله تصميم ونيوی ٠ ددی طرحی سره سم دلويو سړکونو په جوړولو لاس پوری ،
معدنی صنعت پرمخ ولاړاو غيرنفتی صنايعوته پام واړول سو ٠ پدی توګه دانرژی په توليد کې يو رښتينۍ انقلاب راغې او دعراق نژدې ټولو ښارو اوحتی کليوالو سيموته د برق لينونه وغزيدله ٠
تر اويايمې لسيزی مخکی دوګړو ډيره برخه په کليو کې اوسيده اوبزګرانو دټول نفوس دوی دريمې جوړولې ٠ مګر په اويايمه لسيزه کې دارقم خورا ټيټ سو ، ځکه دصنعتی کولو دپلان سره سم کوم چې صدام دنفتو دپيسو پر
بنسټ پرمخ شاړه ، ډيرو خلګو و ښارونو ته مخ ونيوی ٠
د بعث ګوند دنفتی صنايعودملی کولو وروسته دکليوالې سيمو پرمختيا ته په پاملرنې سره ، کرهڼه په پراخه توګه ميکانيزه او دځمکی داصلاحاتو له مخې دلويو فيودالانو ځمکی دټاکلې نورم سره برابر پر بی ځمکو اولږ ځمکو
بزګرانو وويشلې سوې ٠ ډير تعاونی شرکتونه جوړ سوه چې دګټو لويه برخه يې بزګرانو په خپلومنځونو کې سره ويشل او يوه لږ برخه يې دبی تجريبه بزګرانو سره دمرستې په خاطر پکار اچول کيده ٠ دځمکې د اصلاحاتو پربنسټ
په لنډه موده ( ١٩٧٤ - ٧٥ ) کې دکرهڼې محصو لات دوه برابره شول ٠ دی کار دبزګرانو دژوند سطح لوړه بوتله او کرهنيزی صنايع هم ډيره وده ورسره وکړه ٠
لوړو ريفورمونو په اويايمه لسيزه کې اقتصادی وده دومره چټکه کړه چې دوه ميليونه کسان دنورو عربی هيوادونو او يوګوسلاويا څخه دلته دکاردقوی دپوره کولودپاره راغلل ٠ دبعث ګوند خپل قضائي سيسټم پرغربی معيارونو برابر جوړ کړ ٠ لدی نه وروسته عراق دخليج دسيمې يوازنۍ هيواد سو چې د اسلامې شريعت پربنسټ نه اداره کيده ٠ دعراق مخالفينو ددی کارنه ګټه پورته کړه اوداخلې شخړو ته يې لمنه ووهل ٠ لکه څنګه چې مو وويل دعراق وګړی پر مختلفو ژبنې ، مذهبې ، اوقومې ډلو ويشل سوې دی ،  يوازې ٢٠% خلګو چې په هغوی کې کارګران ، بزګران او وړوکې بورژوازی شامله وه ددولت ددې ډول ادارې ملاتړ کاوه ٠ دا اندازه دانګريزی استعمار دوخت سره نژدی وه ٠ شيعه وګړې چې دهيواد ډيره کې جوړوې او دايران د ١٩٧٩ کال داخوندی انقلاب نه يې الهام اخيست ، پدی بهانه چې دولت داسلامې نورمونوضد ريفورمونه کاروې ،  په مخالفت لاس پوری او دشمالې برخو کردانو که څه هم سنيان دی خود پان عربيزم سره يې دتضاد له مخې مخالفت پيل کړ ٠ ګاونډی هيوادونو يې لکه ايران ، عربستان ، سوريي اونورو هم ددې مخالفتونو پر اور غوړی تويول ٠ ددی ډول کړکيچونو په طوفان کې صدام لاهو سو او پدی خاطر چې غرقيدونکې کښتۍ تر ساحله  ورسوې ، مجبور سو دحاکميت دټنګښت دپاره لاری چاری وسنجوې ٠ تجريبی ښودلې چې پدغسې حالاتو کې  مشران پرعامو کادرونو باندی اعتماد دلاسه ورکوې اويوازې شخصې وفادارې ځان ته معيار ټاکی ٠

دصدام حسين ګريوان ته هم ددغه سيلاب منګولو لاس واچاوه او ددولت مرکزی هسته يې خپلو خپلوانو او دتکريت دښار برجسته کادرونو ته وسپارل ٠

دعراق رژيم دکردانو ، شيعه ګانو ، کمونستانو اونورو باالقوه مخالفانو سره په مقابله کې دوی لارې درلودې :
اول داچه دهغوی دخوښی سره سم يې بايددقدرت واګې ورسره ويشلې وای ٠ دوهمه لاره داوه چې دهغوی سره يې بايدجدی مقابله او دسختو تدبيرونو څخه کار اخيستې وای ٠ په لومړې لاره کې صدام دهيواد دتجزيي خطر
ليده ځکه دکردانو ستراتيژيکه موخه دازادکردستان جوړول وه ،اوشيعه ګانو بياد ايرانی ډوله انقلاب خوبونه ليدل , ځکه نو ده يواځې دوهمه لاره ددغو چلنجونو څخه دوتلو پخاطرغوره کړه ٠ ددی موخی دپاره نود پياوړو پوليسي  اونظامې ارګانو وجوړولوته اړتياوه چې صدام هم ملاورته وتړل ٠ په ١٩٧٤ کال ( طه ياسين رمضان ) دداخلې امنيت ساتلو مسئوليت پرغاړه درلود ، دا ارګان دبعث ګوند يوه نظامې څانګه وه چې دکودتاګانو دمخنيوې
پخاطر منځته راغلې وو او عراق يې عملا ددغه ناوړه دود څخه وژغوره ٠ دنوموړی ارګان ترڅنګ دعراق اطلاعاتي سازمان ( استخباراتو ) کارکاوه ٠ البته دي ارګانو دشديدو تدبيرونو پنامه د قاطعيت نه کاراخيست او ويل کيده  چې اطلاعاتی سازمان د برزان ابراهيم التکريتی تر مشرې لاندی دشکنجو او ترور نه هم مخ نه اړاوه اودصدام حسين  مخالفان يې په داخل او خارج کې له منځه وړل ٠ پدی ډول دعراق امنيتی دستګاه تر ډيره کچه نوم بدی شوه ٠
په ١٩٨٢ کال د ( دجيل ) په ښارګې کې دصدام پر ضد يوتروريستې سؤقصد وشو ٠ امنيتی ارګانو پرښارګی يرغل وکړ چې تر ١٥٠ کسانو پوری مړه يااعدام او لدې نه پرته تر١٥٠٠ کسانو پوری زندانې او ويل کيده چې شنکجه
شول ٠ نور ټول ښارګې ته داسې جريمه وټاکل شوه چې ترلسو کالو پورې به د١٠٠٠ کيلومتره مربع کرهڼيزی ځمکې نه کارنه اخلې ٠
( ددريمی برخی پای ) . نوربيا