د اروا ښاد غلام محمد فرهاد ( پاپا) د ٢٢ تلين په ياد
05.11.2006 01:00دافغانستان دمحبوب اوملي شخصیت دیپلوم انجنیر غلام محمد فرهاد« پاپا» دویاړه ډک ژوند ، مبارزه اوافکارو ته یوه لنډه کتنه :
پیژندنه :
„ اروا ښاددیپلوم انجنیر غلام محمد فرهادچې د کابل په خلکو کې د پاپا په نامه مشهور ؤ دافغانستان د معاصر تاريخ يو ستر ملې او سياسي شخصيت ؤ او د افغانستان په ابادۍ او د هېواد د افغاني هويت په غښتلتيا کې يې نه هېريدونکي هلې ځلې کړي.
ارواښاد غلام محمد فرهادپه ۱۹۰۱ ع کال کې د وردگو ولایت د مرکز، میدان ښار په یوه مخوره اودرنې کورنۍ کې زيږيدلی ، په ۱۹۱۵ م کال کې کابل ته د راکډه کيدو وروسته يې دحبیبي په ښونځي کې خپلې زده کړې پای ته ورسولې . خدايبښلې پاپا په ۱۹۲۱ کال کې د اعلحضرت غازي امان الله خان لخوا د لوړو زده کړولپاره جرمني ته واستول شو چې دمونشن په ښارکې يې دElektrizität ( برق ) په څانګه کې دیپلوم تر لاسه کړ . هیواد ته د ستنيدو وروسته په ۱۹۲۸ کال کې يې داماني په ښونځي کې د ښوونکي دنده ترسره کوله او د دې تر څنګ يې ددولتي فابریکو دالکتروتخنیک دبرخې مسؤلیت په غاړه ؤ خدای بښلی فرهاد په ۱۹۳۴ کال کې یو ځل بیا جرمنی ته لاړو ، د المان دهيواد سره ديو قراردادپه اساس يې د چک وردک دبرښنا بند په آلماني توربینوسنبال ، اودسروبي بند توربینونه یې هم نوي کړل .
په ۱۹۴۸م کال کې دکابل ښارلومړی ولسواک ښاروال وټاکل شو.اوپه ۱۹۵۴م کال کې دکابل دبریښنا شرکت تاسيس او دی د همدغه شرکت مشر شو.
ښاغلی فرهاد و۱۹۵۵م کال دلوی جرګې غړی وو ،اوپه ۱۹۶۶کې د کابل د خلکو له خوا دولسي جرګې وکیل وټاکل شو او په ۱۹۷۰کال کې يې دولسي جرګې وکالت دخپل ارادې دمقاومت په عنوان پریښود .
خدايبښلی فرهاد په 1966 کې د افغان سوسیال دموکرات ګوند په موسسه کنګره کې دګوندد مشر په توګه وټاکل شو او دمرګ ترورځې ددغه ګوند مشر ؤ.
د ۱۹۷۹کال داکتوبر په ۱۴ دحفيظ الله امين د حکومت له خوا د يوې پوځي کودتا په وسيله د حکومت د رانسکورولو په تور دخپلو يو لړ ملګرو سره ونيول شواو په کابل کې زنداني شو،اوپه ۱۹۸۰کې دبندڅخه راخلاص شو. خدايبښلي فرهاد دجګړې او سياسي اختناق وخت کې هېواد نه د وتلو وړانديزونه په کلکه سره ردول.
ارواښاد غلام محمد فرهاد په ۱۹۸۴ م کال دنومبر په ۷نيټه ( ۱۷ دعقرب ۱۳۶۳ هجری شمسی ، ۱۴ دصفر ۱۴۰۵ هجری قمری )کې په حق ورسید او په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شو“. (۱)
روح دی يې ښاد وي ؛ یاد دې يې تل وي ؛ مرام دې يې بریالی وي !
دپاپاځانګړتیاوي :
پاپا یو ناب رونډ اندی افغان مبارز ، د لوړو خیالاتو ، ژورو فکرونو او دسیاست په ډګرکې د ټولنیزې ستراتیژۍ خاوند ؤ. دۀ د افغانستان د تاریخ په يوه حساس پړاو کې دخپل ملت لپاره د نظر او عمل یوه داسې معقوله اجتماعي تګلاره غوره کړه چې دیوخوا يې دافغانستان پخواني عظمت او دهیواد ملي دودونو دساتل د نظره نه غورځول او د بلې خوا يې د نړۍ په نوې سياسي او مادي چاپيريال کې د يوه خپلواک او ملي ارادې څښتن هېواد په توګه د ملت سياسي ژوند تنظيم ته پام کاوه. نو ځکه غلام محمد فرهاد د افغانستان په تاريخ کې د ستر احمدشاه بابا ددولت سیاسي میراث غوښتونکی او دافغان دملتپالنې علمبردار په توګه وځليد .
پاپا وایي : „ د هیڅ افغان قوم حقوق باید تلف نه شي اونه د هغوی په نسبت کرکه پیدا شي دغــه راز د پښــتو له تاریخي حثیت او کلتوري غنا نه باید سترګې پټې نه کړو او دایرانیانو دهغې کرکې تمثیل ونه کړو کوم چې دمیروس نیکه او احمد شاه بابا په مقابل کې یې لري“ . (۲)
" پاپا " په هیوادکې د " سوسیال دموکراسۍ " سر لاری :
فرهاد صاحب په آلمان کې د خپل تحصيل په وخت کې د اروپا دسیاسي او اجتماعي افکاروسره آشنا شو ، په دغه وخت کې په آلمان او حتی په ټوله غربي اروپا کې سوسیال دموکراسي افکارو خلکو پام لرنه ځانته اړولې وه. اساسأ سوسیال دموکراسي احزاب په اروپاکې په ۱۹ پیړۍ کې د دموکراسۍ اوعدالت غوښتنې تر شعارونو لاندې منځته راغلل او وده یې وکړه .
„ په تاريخي لحاظ سوسيال ديموکراسي يا ټولنپاله ولسواکي په کارګري نهضت کې د ټولنيزو اصلاحاتو پلوي جريان څخه عبارت دی . ددغه جريان پلويانو لومړی په انقلابي توګه د سوسياليزم د پلي کولو دپاره هلې ځلې کولې او په سياسي لحاظ په کارګرې سوسيال ديموکرات ګوند کې تنظيم شوي و. په کال 1869 کې دآلماني کارګرانو عمومي ټولنه له فرديناند لزال *لخوا جوړه شوۀ. دغه کارګري ټولنه په 1875 کال کې داوګست بیبل * سوسيال ديموکرات کارګر ګوند سره يوه ځای شوه او په ګډه سره يې د المان کارګر سوسياليستي ګوند جوړ کړ. د غه ګوند په 1890 کال کې ويلهلم ليبکنيخت *دسوسیال دیموکرات کارګر ګوندسره متحد شواوخپل نوم یې د آلمان په سوسيال ديموکرات ګوند بدل کړ“ .(۳)
خودنړۍ لومړنی سوسیال دموکراسي حزب چې تر اوسه پورې هم پیاوړی دی ، دآلمان سوسیال دموکرات ګوند دی چې په آلماني ژبه دهغه مخفف SPD په نامه شهرت لري .
„سوسياليزم، يوه د هغو سترو اډيالوژيو څخه ده چې په نولسمه پيړۍ کې يې د محافظه کارۍ او ليبراليزم سره په سيالۍ کې وده وکړه. په پيل کې سوسياليست سياستوالو هم ددغه نړۍ ليدد تيوريکي تشريح او ودې دپاره ډير کار وکړ. ددغه نړۍ ليد په وده او تشريح کې د سوسياليستي سياستوالو فعاله برخه اخستنه د دې باعث شوه چې د سوسياليستي نړۍ ليد او ددغه نهضت د تيوريکي بنسټ ترمنځ بيلتون ګران شي“ .(۴)
سوسیال دموکراسي احزابو پروګرام دنورو کارګري اوسندیکایې احزابو دپروګرام سره توپیر لري .
دسوسیال دموکراتانو په نظر ټولنیز عدالت اوسیاسي آزادي یو له بله سره متقابلې اړیکي لري .
دسوسیال دموکراتانو په باور واقعي دموکراسي يوازې دټولنې په سياسي، اقتصادي او کلتوري وده او سمون کې د خلکو دعملي گډون په وسيله رامنځ ته کیدی شي .
سوسیال دموکراتان پدې باور دي چې دانسان اساسي حقوق نړیواله بڼه لري باید ټول انسانان پرته له مذهبي ،ژبني ،جنسي ،قومي اونژادي توپیرونو نه د سوسيال ديموکراسۍ د ارزښتونو نه برخمن شي .
دسوسیال دموکراتو او محافظه کارو ښي اوکیڼ ګوندوفرق دادی چې سوسیال دموکراتان دولت داکثریت دګټو دساتنې ارګان ګڼي چې د اقلیت سياسي، اقتصادې، کلتوري او انساني حقوق په کې تر پښو لاندې نشي
سوسیال دموکراسي په تاريخي لحاظ يو جمهوري غوښتونکی نهضت دی چې په واقعي دموکراسۍ باندې تکیه کوي او تل د مطلقه سلطنت اواستبدادي نظامونوسره په مخالفت کې ؤ.
په افغانستان کې سوسیال دموکراسي غورځنګ ډیره سابقه نلري، کیدای شي چې افغان سوسیال دموکرات ( افغان ملت ) ګوند ددې غورځنګ سرلاری وګڼو،چې مرحوم غلاممحمد فرهاد دافکاروپر بنأ جوړشوی ؤ .
که څه هم دپروګرام له مخې به د مرحوم محمدهاشم میوندوال پروګرام " مساوات مترقي " هم داسې ارزیابي شي خوپه هغه کې د اسلام، مشروطه شاهي ،دموکراسي او دیوه سوسیالستي نظام عناصر ټول ګډو ډ شویدي .
د دې پروګوام پرشاو خوا دسوسیال دموکراسۍ افکارو لرونکي افغانان جمع شوي ؤ .په افغانستان کې سوسیال دموکراسي افکارو ځکه وده ونه موندله چې د احزابو قانون توشیح نشو او سياسي ګوندونه طبعي ودې ته پرينښودی شول.، په دغه خلا کې بهرني ځواکونو ته ديولړ افغاني ګوندونو دانحصار زمينه مساعده شوه. دکیڼ اوښي ګوندونو بازار ګرم شو او په سوسیال دموکرات او نورو منځ لاري ګوندونو د ودې لارې تنګې شوې.
پاپا د افغان سوسیال دموکرات ګوند مؤسس :
دافغان ټولنپال ولسواک (سوسیال دموکرات )ګوندبنسټ دیو ټولنیز ضرورت په اساس د۱۳۴۴لمریز کال دکب په ۱۷دهیوادیوشمیرملي شخصیتونو له خوا کېښودل شو .
دګوند په موسسه کنګره کې ۶۲ نخبه هیوادپال افغانان سره یو ځای شول ، کنګره ، دکابل ښار دمیوند واټ په خادم مینه کې دخدای بخښلي دیپلوم انجنیر غلام محمد فرهاد په پرانیستونکې وینا پيل شوه .
پاپادخپلي وينا په يوه برخه کې وویل : ((ملي ګټو او ملي یوالي لپاره یو سرتاسری ګوندچې ټولنیز ضرورت دی ، دافغانستان په سیاسي بهير کې د دغې کړۍ کمبود لېدل کېږي او ځای يې تش دی .
مونږ ، یو اندیشه یي تشکيل چې د ولس دګټو په سمت کې دملت په اړوند چې د دوی په ارادۀ اړه ولري ،
د جمعي مبارزې یو بنسټیز سیاسي سازمان د جوړولو تصمیم او نیت کړی دی .
هره هغه اراده دنورو ارادو سره دګډیدولپاره پیدا کیږي چې واحد هدف ولري لکه ملت غوښتنه او...،
ددغو ټولوفردي ارادو دګډېدو په بهیر کې یوه ډله ا یزه اراده را منځته کیږي او دخپل پوخوالي په پړاوکې ، دیوې کلي او خپلواکې ارادې په توګه عمل کوي .))
په مؤسسه کنګره کې ، فقیرمحمد بختیار ، مولانا قیام الدین خادم ،محمدرسول پښتون ، عبدالله خان وردک، حاجي حسین ګل ځاځی ،عبدالله ګل ځاځی ، حفیظ الله عبدالرحیمزی، سید مهدي آغا، جنرال فتح محمد خان هزاره، محمد صفدر سالارزی ، عبدالمحمد مموزی ، عبدالوهاب خان مومند ، سردار عتیق الله خان ، سخیداد خان ، محمدامین واکمن او فدامحمد فدایي ... اونورو شرکت درلود .
دافغانستان له تاریخ نه په الهام سره ، دې ګوند خپلواکي، دخاورې تمامیت ، ملت پالنه ،ملي یووالی ،
اسلام ، پرمختګ اواجتماعي عدالت خپل عمده اهداف وټاکل . دغه اهداف یې دګوند په کړنلاره کې
ځای کړل او دافغان ملت په اخبار کې خپاره شول .
ګوند خپرونکی ارګان دافغان ملت دجریدې په نامه تاسیس کړ :
داخبار نوم دافغان او ملت دکلیمو په ترکیب موافقه وشوه ، عقاب یې دګوند دنښان په توګه ، غر او په
سريې لمر داخبار دنښان په توګه ومنل .
فرهاد صاحب دامتیاز خاوند او احمد علي خوستي ( ملتیار) يې دمسؤل مدیر په حیث معرفي شول .
دګوند خپرونکی ارګان دافغان ملت په نامه لومړۍ گڼه د۱۳۴۵ کال کې د حمل دمیاشتې به ۱۶ نیټه له چاپه راووته ،په لومړۍ ګڼه کې دفرهاد صاحب ،فدایي ، واکمن او شهید سیدیوسف مېړني مقالې خپرې شوې .
له همدې کال څخه تر ۱۳۵۲ پورې دهراړخیز ستونزو سره، د دې ملي اوسیاسي جریدې مسؤلومدیرانو
(احمد علي ملتیار ، قدرت الله حداد ، حبیب الله رفیع )، خپلې ملي دندې په پوره صداقت سرته رسولې .
کله چې افغان ملت جریدې دعبدالمالک عبدالرحیمزي (د مالیي وزیر) مرکه خپره کړه اودهغه دبې ګناهي خبریې خپورکړ او داستبداد د دورې وروسته دهیواد په مطبوعاتو کې دلومړي ځل لپاره پدغه گڼه کې دافغانستان دخپلواکۍ د ګټندوی په نامه داعليحضرت امان الله خان نوم او عکس نشر شو ، ددې ګڼې ۱۵۰۰۰ نسخې چاپ شوې ، خو سره له دې هم چاته ونه رسید، ځکه نودغه ګڼه بیا چاپ شوه .
کورنيو اوبهرنيو دښمنانولخوا دافغان ملت پرضد پټې او ښکاره توطئي پیل شوې.(۵)
څرنګه چې د ۱۳۴۰کال نه راوروسته اقتصادي وروسته پاتې والی ، دملي شتمنۍ غیرعادلانه ویش او دسیاسي دموکراسۍ کمزوري دافغاني ټولنې لوی مشکلات وو ، له دې امله دغو مشکلاتو سره مبارزې هم دګوند داهدافو په ټاکلو کې لویه برخه درلوده .(۶)
د۱۳۵۲ کال دحمل میاشت کې دافغان ملت په جریده کې دمرامنامې او اساسنامې دخپریدو سره سم په رسمي
توګه ګوند اعلان شو . فرهاد صاحب بیا دګوند رئیس وټاکل شو ، همدغه شان دعالی شورا(( ۹ ))تنه غړي وټاکل شول ، دهغوی دډلې نه خدابخښلی فقیرمحمد بختیار دلوی منشي په توګه وټاکل شو .(۵)
سره لدې چې دمرحوم سردار محمد داؤدخان دجمهوریت داصلاحاتو پروګرام دافغان ملت ګوند کړنلارې
ته ډیر ورته وو.. په هیواد کې دخلقیانو کودتا، دشوروي اتحاد یرغل ، له هغه نه وروسته دتنظیمونوتر منځه جګړې دهیواد مشکلات له پخوا نه لازیات کړل . همدارنګه ، په نړیواله سطحه او په سیمه کې هم کلک سیاسي، اجتماعي،اقتصادي اومفکوروي بدلونونه راغلل .
دغو ټولو بدلونونو دا ضرورت مینځ ته راوړ چې دافغان ټولنپال ولسواک ګوند پرخپلې کړنلارې نوې کتنه
وکړي ، دګوند ارزښتونه له سره توضیح او دنورو مفکورو له ارزښتونو سره یې مقایسه کړي ترڅو هیوادوال
وکولی شي چې ددغه ګوند په اهدافو پوه شي .
دګوند اوسنۍ کړنلاره چې د ۱۳۷۴ لمریزکال دزمري په ۵ نیټه په تیره کنګره کې تصویب شوه ، دګوند سیاسي، اقتصادي او اجتماعي ارزښتونه اودهغوی دملاتړ دلایل پکې توضیح شوې دي.(۶)
دافغان ټولنپال ولسواک ګوند یو ملي ،اسلامي او دموکرات ګوند دی اودهیواد په 28 ولايتونو کې لوی او واړه مرکزونه او دهیواد په سیاسي پارلمان او سياسي صحنه کې فعال حضور لري .
" پاپا " دکابل دنوي ښار لومړی معمار :
خدايبښلی فرهاد په ۱۳۲۷لمريز کال کې دده په غياب کې دکابل دخلکو له خوا ددغه ښار د ښاروال په حیث وټاکل شو، پاپا دایران له لارې هرات ته راغی دکابل په ارغندۍ کې ګڼ شمیر کابل ښاریان او دوستان دده هرکلي ته ولاړوو،هغه دهرکلي کوونکوسره یوځای دکابل ښارته راننوت په همدغه شپه پاپا خوب ونکړ او دښاروالۍکارمندانو ته یې پروګرام ورکړو، سباچې دکابل ښار خلک له خپلو کورونوراوتل کوڅې پاکې او آب پاشي شوې وې هیچا داتصور نشوکولی چې دده له راتګ نه دولس ساعته وروسته به دومره تغیر راغلی وي ، دورځې په یوه بجه دوکاندارانو ته نرخنامې ورکړ شوې .څه موده وروسته يې دمیوند دجادې دجوړولو تصمیم ونیوۀ .
داچې لس زره خام کورونه به په پنځلس ورځوکې تخریب شي، هیچا داخبره نه منله پداسې حال کې چې پیسې
اووسایل هم نه وو ، ددې خبرې مخالفین هم ډیر و ؛ چې زمونږ دپلرو برکتي کورونه وارنیږي .
پنځلس ورځې وروسته سړک جوړشو ، پاپا دخلکو په جوش اوخروش کې داسې استقبال شو چې سردار شاه محمود خان صدرااعظم او مارشال سردار شاه ولیخان ته چې په مراسموکې حاضروه چا توجه ورته ونکړه ؛ کله چې مراسم خلاص شول پاپا موټر نه درلود په یوه زړه ګاډۍ کې کښناست چې خلکو نارې وهلې : زنده باد رئیس بلدیه جوان وانتخابي ما . (۲)
کابل ښارپه نوي بڼه وغوړیده ،دترافیک سیستم په بین المللي موازینو تنظیم شو.
افغانستان درقرن بیستم ، مؤلف امین الله دریځ دخپل کتاب ۲۹۰ او ۲۹۱مخ کې داسې لیکي :
«با انجام انتخابات ښاروالی ها اولین پایهء مؤسسات دیموکراسی با شخصیت حقوقی خاص خودش بوجود آمد و اولین ښاروال کابل دیپلوم انجنیر غلام محمد فرهاد انتخاب شد .
درحالیکه فرهاد درروزهای انتخابات درآلمان بود وکدام تلاش تبلیغاتی هم نکرده بود ،خودرا ازآلمان تیلګرافی کاندید ساخت ،مگرچون همیشه درزندگی باشهریان خود همراه بودوایشانرا کمک کرده بود ،
بالمقابل شهریان نیز اورا شخص دلسوز،فعال وخدمتگار جامعه میشناختند، لذاایشانرابه حیث ښاروال برگزیدند . فرهاد با احداث جاده ء میوند وجادهء نادر پښتون درتغییر چهرهء شهر کابل اقدام جسورانه نمود» .
« البته ، این پدیده ء مثبت دیموکراسی صرف یک دوره ( چارسال) دوام کرد ودراخیر حکومت شاه محمود خان با مداخله در انتخابات صدمه دید وبا تشکیل حکومت اول سردار محمد داود خان کاملأ ازبین رفت .
در دوره ء دوم ، انتخابات جنبه ء ظاهری داشت وکاندید حکومت، ښاروالی به ظاهر انتخابی ، ولی در واقع انتصابی بود .سردار محمد داود باآنکه شهریان کابل میخواستند انجنیر فرهاد بار دوم انتخاب شود؛ جلوگیری نمود وحتی مانع کاندید شدن فرهاد نیز گردید . درعوض دکتور محمد آصف سهیل که یکی از اشخاص آرزومند بود، به کرسی ښاروالی تکیه زد .
دکتور سهیل نیز به پیروی از سلفش برای جادادن خود در افکار عامه ، جاده ء غازی محمد جانخان را احداث کرد وبا گرفتن سه میلیون وپنجصد هزار روبل کریدت از اتحاد شوروی، شبکه ء آبرسانی کابل را توسعه بخشید ؛ سرک های شهر را اسفالت وبا برق تنویر نمود وبا خریداری بس شهری از شوروی خدمات ترانسپورتی رابرای رفاه شهریان کابل تأمین نمود .
باین ترتیب ، دومین ښاروال کابل دوره اش را با موفقیت به پایان رسانید، مگر باین تفاوت که انجنیر فرهاد با وسایل وطنی وبودجهء عادی کار کرد ودکتور سهیل از کریدت شوروی با وسایل جدید استفاده نمود».
مورخ امین الله دریځ ، په ۴۹۳ مخ کې دمقدمه یی برکودتاثور له کتاب څخه نقل قول کوي او دپاپا په هکله لیکی :
« پاپا یک شخصیت ملي بود وهرگز تبعیض را نمیپسندید . وی تمام شهریان کابل را اعضای یک ملت ویک خانواده ء افغان میشناخت وبافرد، فرد آن از کمک ومهربانی دریغ نمیکرد ، چنانکه همین رویه ء وی بود که " پاپا" درحالیکه درآلمان بود ، درکابل به حیث اولین شاروال انتخابی از طرف شهریان کابل برگزیده شد»“ . (۷)
داکتر سرور رڼا د عقاب آریانا په مجله کې دپاپا خدمت داسې یاد وي :
„ « درسال 1328 شمسی یعنی زمان صدارت شاه محمودخان خواست که رانندگی رامانند سایر کشورهای بیرون ازکامنویلت بسمت راست انتقال بدهد درینباره از مقامات بالا طالب هدایت گردید چون آوازه دربام افتاد سفیر برطانیه بمنظورمعطل ساختن این پلان بحکومت وقت وعدۀ اجرای کمکهای لازم درزمینۀ امورترافیکی را داد ، و حکومت درین موضوع که درآن یک نازکی ملیگرائی ودیگر، نزاکت سرتکانی ازخم ابروی سفیر انگلستان موجودبود بعد ازکمی تفکر، بجواب کابل شاروال عوض جواب مثبت یا منفی ، بنام بروزمشکلات وتصادمات ترافیکی تردد نشان دادند لهذا خود کابل شاروال نظربه جرأتی که داشت به مدیریت ترافیک که مربوط شاروالی بود دفعتأ امر داد که رانندگی مانند کشورهای اروپائی بسمت راست تغییرداده شود که این امر دریکروز عملی ونورمال گردید وهم به گمرکات اطلاع داد که بعد ازاین عرادجاتیکه جانب چپ رانده میشوند نه حق ورود دارد ونه محصول شود واین عمل جناب غلاممحمد فرهاد کابل شاروال که دوستان وجوانان ومردم کابل ویرا " پــا پــا غـلام " میگـفـتــــــــنـد ، درمیان جوانان ونویسندگان وقشر روشنفکران که باهمیت این موضوع متوجه بودند شوروشعف فراوان ایجاد کرده درجراید مقاله ها ومضامین پر شور از جانب نویسندگان بزرگ مانند غبار، حبیبی ، رشتیا ، بینوا ، رشید لطیفی ، محمدامین خوگیانی وبرهان الدین کشککی وبعضی دیگر انتشار یافت وبعد ازاین استـقبال نیک مردم دیگر صدائی از سفارت برطانیه ویا مامورین با صلاحیت دولت برنخواست .
همچنین کار احداث جادۀ میوند راکه اولین جادۀ بزرگ وابرومند شهرکابل محسوب میگردد همین مرد فداکار وباشهامت درهمان موقع ریاست شاروالی کابل درحالیکه رئیس حکومت از اجرای آن به اثر اعمال نفوذ شخصیتهای با نفوذ که خانه های شان تخریب میگردید تعلل نشان میدادند .
یکروزباثر موافقۀ ضمنی رئیس حکومت که درضمن صحبت شخصی به جناب فرهاد گفته بود اینکارهم انشا الله میشودفردای آنروزصبح زود توسط عمله وفعله شاروالی با تخریب خانه ها کار احداث جاده را آغاز و بکمک مردم، مامورین،شاگردان مکاتب وسربازان اردو ومردم دهات کابل که با دهل وسرنا بصورت داوطلب مجانی باشور وشعف کارمیکردند درکمترین مدت غیر قابل باور آنرا هموار وقابل راندن عرادجات ساخت که بعدآ جادۀ آبرومند شهر کابل گردید .
جناب غلاممحمد فرهاد کار تخریب خانه های مربوط به جادۀ میوند را ازخانۀ جناب محمدانورخان نایب سالار که ازصاحب منصبان با نفوذ انوقت اردو واز جمله دوستان نزدیک رئیس حکومت و از مخالفین درجه اول احداث جادۀ میوندبوده وهمیشه میگفت هرکس که برای تخریب منزل من بیاید با گلوله تفنگچه خود جواب خواهم گفت ، طوری شروع کرد که صبح زود خودش بایک تعداد عمله وفعله شاروالی به منزل همین شخص که مصروف صرف صبحانه بود رفته وتخریب را از بام آن آغازکرد ، امامحمد انور خان بادیدن سیمای جناب کابل شاروال عکس العملی نشان نداده با خنده بجناب فرهاد گفته بود موقع بدهید که خانۀ تخلیه شود وی بجواب گفته بود کار از جای شروع شده که خالی است تا این قسمت تمام شود شما میتوانید خانه را تخلیه نمائید، همین که صدراعظم از جریان اطلاع یافت آقای فرهاد را بحضور خواست و وی وقتی بحضور رفت که ده ودوازده خانه تخریب گردیده بود ، وفتیکه بحضورحاضرگردید جناب شاه محمود خان گفته زمستان نزدیک است تخریب شاید باعث زحمت مردم شود فعلآ برای سال بعد بگذارید وی بخنده گفته پانزده خانه خراب ومنطقه را کاملآ خاک گرفته معطل گذاشتن خنده دار میشود بااین جواب جناب فرهاد صدراعظم خودرا در برابر کار اجراشده دیده وچاره دیگرچزموافقت نداشت گفت پیش برو خداوندکارساز است .
درتمامی مدتی که جاده میوند تکمیل گردید وی با کارگران شاروالی در میان گرد وخاک حاضر بوده ودرساعت تفریح چاشت درزیر یک خیمه با عمله وفعله شاروالی یکجا نان وگندنه با آب میخورد .
کارتخریب وهموارکاری این اولین جاده بزرگ وآبرومندانه شهر کابل در اثر شهامت وتشویق جناب فرهاد بکمک عمله وفعله شاروالی وکارداوطلبانه باشندگان شهر کابل تقریبآ مجانی وبدون مصرف پول انجام یافته است . دربارۀ سایر کارهای این بزرگوار که درتاسیس برق چک وردک، برق سروبی،برق فابریکه پلخمری وکمکهای که به مردم مستحق شهر کابل درموقع ریاست شرکت برق انجام داده اگر نوشته شود مثنوی هفتاد دفتر خواهد شد .
بارها که در بارۀ نامگذاری جاده صحبت میشود تعجبم میاید که یکنفراز این بزرگوار فقیر مشرب وبا شهامت وطن نام نمیبرند»“ .(۸)
مرحوم داکتر علي احمد پوپل په خپله هغه لیکنه کې چې مرګ پاپا غلام نومیږي ، وایي :
„« پاپا را همه ميشناسندو ميشناختند . او مرد فعال وطن دوست وظيفه شناس ــ خداشناس و ايداليست و فقير مشرب بود ــ آخرين بار او را در وقت حکومت مرحوم اعتمادی ديدم چې من مؤظف بودم تا به او چوکی مشاوريت صدارت را به رتبۀ وزير پيشنهاد کنم .
پاپا ! قدرت کار يا صداقت و لياقت ووطن دوستی ترا منکر شدن نزد من جهالت و گناه است .
او شخص زحمت کش بود . شبی برق کابل که در آن وقت از چک وردک می آمد قطع شد او در حاليکه بمرگ برف می باريد بسوی چک رفت و در همان شب تاريک در اثر فعاليت او جريان برق بکابل دوام يافت اما خشک برف به دست وپای او صدمه رسانيده بود . او نطق بسيار ساده و خوب ميکرد و حرف های پر شور او خوش بعضی مقامات نمی آمد.
پاپای مرحوم راستی زندگی فقيرانه داشت ــ معاش خود را به غربا ميداد در اعطای امتياز برق و حتی در مصارف لين دوانی با مردم فقير مخصوصاً طبقۀ معلم و جوانان نادار و موسفيدان بيچاره کمک ميکرد .
بلی پاپا و گذارش حيات او تحقيق راستين می خواهد تا همه کار های نيک او دانسته شود و بزرگی و خصوصيت اخلاقی او برای جوانان آينده معرفی گردد » . (۹)
لویه جرګه اود پاپا دريځ :
په ۱۳۴۴ کال کې لویه جرګه دایریدله ، دحبیبي ښونځي په سالون کې خلکو پاپا کاندید کړ اوسمدستي دکابل دوکیل په حیث وټاکل شو . له دې نه څوورځې مخکې دکابل خلک حاضر شوي وو هر څومره پیسې چې په بلدیه کې مصرف شوې اودتفتیش هئیت هغه اضافه خرچي بولي تادیه کړې .
فرهاد صاحب په لویه جرګه کې هغه اختلاف ته اشاره وکړه چې دمحمد داود اوشاه محمودخان ترمنځ پيداشوی و، دشرق اوغرب مسله لومړی په دغو حلقوکې وه .
دامریکې دجمهور ریئس معاون نکسن دافغانستان دخلکو توهین کړی و، هیڅ یو داسې مثبت حرکت دامریکې له خوا نه لیدل کیده او مرستې یې یوطرفه وې .
پاپا په لویه جرکه کې اطمئنان ورکړ چې : موږ په غریبۍ قناعت کوو خپل ملي استقلال ساتلی شو، حاضر یو چې شپه او ورځ په خپلو مټو کار وکړو او خپل هیوادآباد کړو .
دفرهاد صاحب تر وینا وروسته دکوهدامن وکیل له خپله جیبه یو ټوټه تلخوان را ویسته صدراعظم داؤد خان او نورو ته یې وویل : دا له توتو جوړ شوی دی بې بورې خوږ ،بې غوړیو غوړ اوبې اوره پوخ دی، پدغه جنګیږو خو په روسيي اوامریکې تکیه نه کوو .
داؤد خان پاپا ته وویل : که تاسې خپله نظریه تعقیب کړئ لویه جرګه دکوم ... مطلب لپاره چې جوړه شوې هغه لاس ته نه راځي .
پاپا وویل : زه دخپلې وینې وروستي څاڅکي دهیواد دپاره تویوم او ملت چې پرما اعتماد کړی دهغو له خوا ډاډ درکوم چې ددنیا هیڅ قوت زمونږ استقلال نه شي اخیستلی خو د روس دوستي او نيژديوالی په تاریخ کې دهر آزاد ملت دبربادۍ سبب دی .
داؤد خان وویل : زه هم تا غوندې یو افغان یم زه به داسې یوکارته په خپله اجازه ورنکړم چې دهیواد استقلال ته صدمه ورسوي. (۲)
دملي شورا څخه دپاپا وتل :
په ۱۳۴۸ کال کې فرهاد صاحب دملي شورا څخه استعفی ورکړ ه ،خپل بایکاټ یې پدې خاطراعلان کړ چې نوموړې شورا ملت ته خدمت نشي کولی . او وویل : ددې یو کال په موده کې دغه ملي شورا دملت په ګټه یوه فیصله هم نه ده کړې نوځکه زه له شورا څخه ووتلم. (۲)
داعلحضرت غازي امان الله خان سره د پاپا لیدنه :
د" پاپا " کار او فعالیت ، دایران او اروپاپه مطبوعاتو کې منعکس شو .
غازي امان الله دغه قیصې په اروپا کې اوریدلې وې ، داچې په کابل کې دکار کولو روحیه پیداشوې،ډیر خوشحاله شواو دغلام محمد فرهاد په نامه یې یولیک راواستاوه او دده خدمتونه یې وستايل . هغه په خپل ليک کې ليکلي وو :هروخت چې په هیواد کې یومثبت عمل سرته رسیږي زه له خوشحالۍ په کالیوکې نه ځایږم ضمنأ یې خواهیش کړی ؤ کله که اروپا ته راغلې ما وګوره.
فرهاد صاحب وایي : مادامان الله خان سینه دده دزړه ته نږدې ښکل کړه او ده زه ما تندی (کوم ځای چې دکارپه
وخت خولې پرې بهیدلې وې ) مچ کړ، دواړو غاړه په غاړه ژړل " افغانستان مقدس، افغانستان عزیز " په ژړا کې اوریدل کیدل ،دوه په هیواد مین انسانان؛ پاپا قیصې کولې او امان الله خان اوښکې بهولې “، دواړو دافغانستان دراتلونکي په باب اندیښنه درلوده اوویل یې چې(۲) :افغان ملت دخپل سرنوشت ټاکوونکی شي ؛ چې اسلام ،افغانیت ، آزادي ، قانونیت په فضا کې دخلکو په خوښه د حکومت کولو واک او اختیار ولري ؛ افغانستان دافغانانو په لاس آباد شي ؛ مدني ټولنه په افغاني بنسټونو جوړه شي .
پاپا دامان الله خان ورته ليږل شوی ليک چوکات کړی او په خپله کوټه کې ځړولی و. (۲)
دپاپا ژوند او مبارزه رښتېني او ژورعلمي تحقیق ته اړتيا لري . دهغه په ټولو کارونو پوهیدل او دهغه اخلاقي سجایاوې ځوان نسل ته ورپیژندل ، ددې لیکنې له توانه لېرې دي ، زه نه محقق یم اونه هم لیکوال ، دې موخې ته درسيدو لپاره یوعلمي سیمینار ته اړتيا شته .
پای
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱ - www.afghanmellat .de ویب پاڼه، ( دښاغلی جمال رحمان ترجمه او لیکنه ) .
۲ - لمر ، شماره (۱۵) جدی ۱۳۷۹(دفرهاد بابا دعلوی سفردچاپ شوی اثرڅخه) مرتب ومهتمم عبدالمتین تسکین .
۳ - Neues Universal Lexikon,S.:801( د جمال رحمان ژباړه )
۴ – www.Google.com ( Sozialismus، له آلمانی ژبې څخه ژباړن، جمال رحمان)
۵ - www.afghanmellat.org ویب پاڼه
۶ - دافغان ټولنپال ولسواک ګوند کړنلاره ، دګوند اروپایې څانګه ، کب ۱۳۷۵ ( مارچ ۱۹۹۷ )
۷- افغانستان درقرن بیستم ، امین الله دریځ ، سال چاپ جدی ۱۳۷۹ ، محل چاپ کتابخانه دانش ، پښور
۸- عقاب آریانا ، شماره (92 – 93 ) سال 2006 آلمان – مونشن ، داکتر محمد سرور رڼا
۹- مرګ پاپا غلام ، دوکتور علی احمد پوپل لیکنه ، دټول افغان ویب پاڼه
*- دفرديناند لزال د1825 کال د اپريل په 11 مه نېټه په بريسلاو کې زږيدلې اود1864 کال د اګوست په31 مه نېټه د د ژينو ښارته نږدې د کارو ژ په سيمه کې مړ شوي.، لزال يو المانې ليکوال،سوسيالست سياستوال او د کارګري نهضت مشر ؤ. فرديناند لزال په 1863 کې د رامنځ ته شوی دالماني کارګرانو د عمومي ټولنې لومړنې مشر ؤ. چې دی باعث شوه. دغه ټولنې ته د لمان د سوسيال ديموکرات ګوند د جوړيدو د پيل په سترګه کتل کيږي. او فرديناند لزال د المان د سوسيال ديموکراسۍ دبنسټ ايښودونکو له ډلی شميرل کيږي.
*- اوګست بيبل د 1840 کال د فبروري په22 نېټه دالمان د کولن دښار ته نږدې د ډيوڅ په سميه کې زږيدلی او د 1913 کال د اګست په13 مه نېټه د سويس په پسوژ کې مړ شوي. اوګست بيبل د کارګرانو مشر، يو سوسياليست سياسوال او د المان د سوسيال ديموکرات ګوند د بنسټ ايښودونکو له ډلې نه ؤ.
*- ويلهلم ليبکنيخت د 1826 کال د مارچ په 29 مه نېټه دلمان په ګيسن په ښار کې زږيدلی. دويلهلم ليبکنيخت پلار، لوډويک کريستيان ليبکنيخت نوميده او د المان د حيسن دولتي مامور ؤ. او مور يې کاترينه ليبکنيخت نوميده چې و واده نه دمخه نوم يې کاترينه هيرش ؤ.
ليبکنيخت نوميده چې و واده نه دمخه نوم يې کاترينه هيرش ؤ.د المان سوسيال ديموکرات کارګر ګوند بنسټ په 1869 کال کې دالمان د ايزناخ په ښار کې ايښودل شوي. ليبکنيخت ددغه ګوند د مشرانو نه ؤ . ليبکنيخت د ولسي دولت په نامه ددغه ګوند د خپرونکې اورګان مسؤل هم ؤ.
ليبکنيخت د 1878 نه د 1890 کلونو پورې دالمان د ولسي جرګې غړې ؤ .په دغه وخت کې د بيسمارک په نامه دالمان لومړي وزير يو لړ ټولنيز اصلاحات رامنخ ته کړل، چې ډير زر سيئ د سوسياليستانو د قانون په نامه شهر ت پيدا کړ. ددغه اصلاحاتو نه مطلت د سوسيال ديموکراتانو کمزوري کول ؤ. ليبکنيخت د خپل دغه موقف نه په استفادې سره د خت سياسي او ټولنيز شرايط د سختو انتقادونو لاندی ونيول. ليبکنيخت په فراسنه، بريتانيا، سويس او د امريکا په متحده ايالتونو کې د سوسيالستانو په يو لړ کانګرسونو کې برخه واخيسته .
په کال په کال کې ليبکنيخت د پرمختګ په نامه د سوسيال ديموکرات ګوند د خپرونکې اورګان مسؤل مدير شو. ليبکنيخت په دغه کال کې دالمان د ايرفورت په ښار کې ددغه ګوند نوې پروګرام چې د مارکسيستي نظرياتو اغيز په کې ترسترګو کيده کې د سوسيال ديموکرات ګوند عمومي کنګره ته وړاندی کړ او د هغه نه يې دفاع وکړه.