د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شعر

ارين 20.12.2016 11:57

( د درد تصویر )
غزل
یـه خــــدایه آخـــرت کــــه د دونیـا لــــمنه ونیـــســــم
مــــا پریږده چــــې په ټولوکـــې بـس ستا لمنه ونیــسم
خلک راشي ستا نوم واخلي او بیا سرراځینې پرې کړي
نو لـــویه ربه اوس به زه د چـا لـمنه ونیسم
په ډیرو بیرغو مې عقیده شوه ګډه وډه
په همدې بې ګناهۍ به د سزا لمنه ونیسم
ویریږم هسې نه چې په کفارو کې حساب شم
ثواب لپـاره وایم د ګـناه لمـنه ونـــیسم
موسی غوندې د لعل پرځاې په اوریم سوځيدلې
موسی که خدای واپس کړې د موسی لمنه ونیسم
ویریږم کله در شم دروند غروردرته تابع کړم
بیا ستا د رندانه سترګو ښکلا لمنه ونیسم
ددغې معاشرې لیده کاته هم مجبوري ده
حیا راشي پخدای خپل د حیآ لمنه ونیسم
منم چې مسکیده درباندې ښه لګي جانانه
سلــګو کــې به آرینه د خـندا لمـنه ونیسم