د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوچنیانو لپاره سالم روزنیز او ښونیز محیطونه ایجادول څه معنی لری؟ پنځه لسمه برخه

افغان تحرک 28.11.2016 13:03

د کوچنیانو روزنیز او ښونیز ارتقا زمونږ بقا او زمونږ د بقا کیفیت جوړوی!

له دی کبله چه "ادب او ادبیات" له داسی مهمه او خورا ارزښناکه محیطونه څخه ګنل کیږی چی کیفیتی او کمیتی وده او ارتقا یی زمونږ د ماشومانو او د کوچنیانو سالمه رشد لپاره حیاتی ارزښ لری، په دی برخه کی د ماشومان او د کوچنیانو د "ادب" او د ماشومان او د کوچنیانو د "ادبیات" په برخه کی یو څو کرښی لیکل کیږی:

١. د افغان ماشومانو او د افغان کوچنیانو ادب:

١.١. د "ادب" اصطلاح په افغانی ټولنه کی:

که چیرته د "ادب" اصطلاح په افغانی ټولنه کی په یوه جمله کی لږ توضیع او یو لږ هم تشریح کړو، نو بیا کولای شو چی د "ادب" اصطلاح د "پوهه"، "معرفت" او "شه سلوک" اصطلاحګانو څخه یو جوړه شوی مرکب په شکل وګورو!

یعنی: د "ادب" اصطلاح زمونږ په افغانی ټولنه کی، زمونږ د افغانی فلسفه څخه سر چینه اخلی او "د نفس یو دول تمرین" محسوبیږی، چی ورته "د افغانی اخلاق ښکلا" هم وایو!


په بل عبارت "افغانی ادب" هغه وسیله ده، چی افغان ولس له "زښتو اعمالو" څخه منع او د "ښایسته اعمالو" په خوا کی رهنمایی کوی.


په اصطلاحی لهاظ د "ادب" اصطلاح زمونږ په افغانی ټولنه کی د پیړیو په اوږدو کی په عمده دول همیشه له دوه زاویی څخه خپل کمیت او هم خپل کیفیت لاسته راوړی دی:

الف: د دین په چوکات کی او د افغانی اخلاقیات په ساحه کی د "ادب" اصطلاح په هکله موثریت ارایه شوی دی. مثلا خواجه عبد الله انصاری په شرح منازل السائرین، کوم ځای کی لیکی: "ادب آن است که بنده در اثر شناختن ضرر و زیان تعدی از حدود الهی، حدّ میان غلو و جفا را حفظ کند."

ب: د ادبیات په ساحه کی، او یا د ادبیاتو په ساحاتو کی، ادبی علوم د "ادب" اصطلاح په هکله خپل موثریت ارایه کړی دی. دلته هم ګورو چی د مطلب اصل او یا د مطالبو اصل همدا د "نیکو صفاتو راټولول" او د "زښتو صفاتو جلوګیری" د ادبی علومو محتویات تشکیلوی.

لکه چی ګورو په هر صورت "افغانی ادب" که دینی مشروعیت لری او یا که "عقلی مشروعیت" لری، هدف همدا زمونږ د "اعمالو ظرافتونو" سره سر او کار لری.

اوس مثلا "دعا کول" یو "ظریف عمل" دی چی دینی مشروعیت لری، او یا د کورنی اعضا څخه دید او باز دید "عقلی مشروعیت" لری، مګر دواړه همدا زمونږ د "اعمالو ظرافتونو" سره سر او کار لری، چی د "افغانی ادب" په ساحه کی خپل کیفیت څرګندوی.

"دعا کول" د کوچنیانو لپاره زیادتره د روحی لهاظ او د کورنی اعضا څخه دید او باز دید هم د جسمی او روحی لهاظ مقوی ګانی ګنل کیږی.



ځینی کسان د "افغانی ادب" او د "افغانی اخلاق" تر مینځ کوم فرق نه وینی، مګر که چیرته لږ دقیق وګورو، نو بیا "افغانی اخلاق" زیادتره زمونږ روحی فعالیتونو سره سر او کار لری او ، ایا "افغانی ادب زیادتره زمونږ جسمی فعالیت سره سر او کار پیدا کوی؟
دا پوښتنه دلته بی ځوابه پریږدو، له دی کبله چی دقیق څیړنی ته اړتیا لری.


بله پوښتنه چی دا هم دقیق څیړنی ته اړتیا لری، دا دی چی ایا زمونږ "افغانی ادب" لکه زمونږ "افغانی اخلاق" غوندی ثابت او ساکن دی او یا دا چی زمونږ "افغانی ادب" متحرک دی، د زمان او د مکان څخه، او له شرایطو څخه متاثر دی؟

ځواب دلته دا دی، چی، زمونږ "افغانی ادب" لکه زمونږ "افغانی اخلاق" غوندی ثابت او ساکن نه دی، زمونږ "افغانی ادب" متحرک دی، د زمان او د مکان څخه، او له شرایطو څخه متاثر دی!



زمونږ "افغانی اخلاق" علت دی، او زمونږ آداب، معلول او یا ثمر یی!


اوس اصلی او اساسی پوښتنه دا دی، چی دا سالمه محیطونه ته چه زمونږ ماشومان او زمونږ کوچنیان اړتیا لری، په څه ډول ، البته په منظمه دوله، په دقیق علمی دول، په کیفیت او کمیت له لهاظه ارتقا ورکړو.

ګران افغانستان تقریبا سو سوه ولسوالی ګانی لری، او افغان ماشوم په هر ولسوالی که د سالمو محیطونو په انتظار کی دی!


د افغانستان دولت باید د افغان ماشومانو، د افغان کوچنیانو او د افغان نوځوانانو او بلخصوص د افغان نجونو لپاره د ښوونې او روزنې "سالم محیطونه" ایجاد کړی:

د مظلوم افغان ولس ځینی غوښتنی د افغانستان دولت څخه دا دی چه:

- د باکیفیته ښونې او روزنې څخه ملاتړ
- افغان ښوونکو سره مرسته
- د کتابتونونو پراختيا
- روزنیز او ښونیز مواد او میدیا تولید
- د درسي ټولګيو په باکيفته کول
- افغانو ټولګيوالو څخه دقیق محافظت او مواضبت
- دافغان ښوونکو د معاشونو په برخه کی دقیق غور
- دافغان ښوونکو د استعدادونو تقویه او رشد په برخه کی دقیق غور
- د ځینی "خشن" ښوونکو د روش، رویه، رفتار او سلوک د "مثبت تغیر راوړل" باندی دقیق غور
- نوی "درسی میتودونو" دافغان ښوونکو لپاره وړاندی کول
- له نوی او مدرن "درسی وسایل" د استفاده ضمینه برابرول

د افغانستان دولت او په روزنه او ښوونه ساحه کی دولتی مسولین او په دی ساحه کی دولتی ارګانونه مسولیت او وظیفه ګنل کیږی!

--------------------------------------------------------

به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!

به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!

به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!

به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!

به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما