د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خنجر

رشيداحمد حقپال 19.11.2016 17:40

دلته خطر دی درد پرهـــــــــر دی بس
ژوند هميش په څوکه د خنجر دی بــس
ورکه ورورولي ده مينه نشــــــــــته دی
هر طرف ته ګوره قطع ســــــر دی بس
خير دی که په دار شو د منصور په شان
ژوند د غلامۍ نه مرګ بهـــــتر دی بس
دا کاڼي لعلونه دي او دا بوټــــي دوا بوله
نه پوهيدل ځانته لا هــــــــــــنر دی بس
دا کـــــــاروان او دا لاره ددې ســـــــالار
ټول واړه خطا دي غټ خطـــــر دی بــس
ســـولې ته د مينې سترګې پــــــــرانيزه
ای حقـــــــــپاله دا زړګي ته ور دی بـس
رشيداحمد حقپال: ۱۳۹۵/۸/۲۱ هـ.ش