د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پلچرخي زندان کې بنديان د ستونزو حل غواړي!

اسير همت روحاني 10.11.2016 12:54

په پلازمينه کابل کې د بګرام او پلچرخې په شمول د افغانستان په ټولو زندانونو کې داسې بنديان شتون لري چې د بند قانوني مودې يې هم له ډېر وخت راهيسې پوره شوي دي، خو بيا هم تراوسه د زندان په تورو تيارو کې بې موجبه ساتل کېږي.
له دغو بنديانو څخه چې قانوني مودې يې پوره شوې دي، ځينې يې يوازې د دې لپاره په بند کې ساتل شوي دي، چې پیسې ورسره نه وي، ځکه دوی يې یوازې د پیسو په بدل کې خوشي کوي.
د محبوسينو د رياست پر لوړو پوسټونو د ګمارل شوو مسؤلينو سربېره، څارنوال دی که د زندان رئيس او که د بلاک قومندان دی، آن تر جارچي او عمومي باشي پورې ټول له بنديانو پيسي اخلي، تر دې چې کله يې خوشې کړی هم نو تر خپل کوره چې رسېږي بسپن/سؤال ته اړ وې.
په کوم هیواد، اوپه کوم قانون کی داسې کړنې ته اجازه ور کړل شوې؟
دا او دې ته ورته نورې ګڼي ستونزې دي، چې بنديان ورسره لاس او ګرېوان دي، په دې موخه چې غږ مو تر مسؤلینو ورسېږي، ترڅو د ستونزو د حل لپاره عملي اقدام وکړی شي، نو د پلچرخي زندان د ځینو ستونزو يادونه د بېلګې په توګه په لاندې ډول ليکم:
۱ـ  د پلچرخي او باګرام په زندانونو کې په سلګونو بې سرنوشته بندیان له ډېر وخت راهيسې په بند کې ساتل کیږې چې د قيد مودې يې هم ختمې دي.
۲ـ د ژمی په رارسېدو سره د پلچرخې په زندان کې بې حده زیاته یخني وي، ځکه شا وخوا ترې داسې پنجرې تاوې دې، چې کړکۍ یې ښېښې نه لرې، که څه هم په ژمی کې له دغو پنجرو پلاستیک تاووي، خو ستونزه پرې ځکه نه حل کېږي چې لوی لوی سوري پکې پاتې وې او له هغو سخت ساړه راځې.
۳ـ د بخاريو او مرکز ګرمي اسانتاوې هم نشته.
۴ـ بنديانو ته هغه کمپلې او توسان اوس نه ورپرېښودل کېږي کوم چې ورته  خپل پايوازان د ملاقات پرمهال راوړي ترڅو ترې په يخنۍ کې ګټه واخلي.
۵ـ په عام ډول د محبس له رئيس او مسؤلينو څخه نیولې تر عادي عسکر پورې ټول له بندې سره د ناوړه چلند ترڅنګ کوښښ کوي چی ورته بله نوې دوسیه هم جوړه کړې.
۶ـ خوراک هم کډ وډ دی، په ځانګړي ډول کومه غوښه چې بنديانو ته ورکول کېږي، سخته کلکه وي او بيا پخولو ته اړتيا لري، خو د پخولو اسانتياوې له بنديانو سره د نشت برابرې دي، ځکه په دې وروستیو کې په بنديانو ديګ بخارونه هم بند کړل شوي، برقی منکلونه سره له دې چې کمزوري دي، شمېر يې هم ډېر کم دي نو له همدې وجې ټولو بندیانو ته نوبت نه شی رسیدلای.
۷ـ  بل د آب ګرمې ستونزې هم شته اول خو يې ورکوي نه، که يې ورکړی هم، نو بنديان پرې بار بار ځوروي چې دا څنګه استعمالوئ.
۸ـ دلته معتاد او غیر معتاد کسان سره ګډوډ اوسېږي، همدا وجه ده چې بندیان اکثره وخت په لاعلاجه ناروغيو اخته شي.
۹ـ د اوبو سیستمونه هم اکثره وخت ګډوډ وي.
۱۰ـ د بنديانو د اړتياوو په پوره کولو کې ځينې داسې کارونه دي چې هيڅ لګښت پرې نه راځي خو زندان کې مېشت قومندان او عسکر پرې پيسې غواړي او داسې نور.

د پوتنيو ستونزو په اساس زه د يو بندي په توګه د نورو بنديانو په استازيتوب له اړوندو مسؤلینو، د بشري حقوقو له ادارې، مدني فعالانو، د پارلمان له وکیلانو، د سنا د مجلس له غړو او له ټولو هغه کسانو چی د اسلامي او انساني خواخوږۍ احساس لري، په کلکه داغوښتنه کوم، چې دې موضوع ته جدې پاملرنه وکړي او د مظلومو بنديانو په حق کې د خپلو مسؤلیتونو په ترسره کولو سره ترخپلې وسې هلې ځلې وکړي ترڅو د بنديانو پورتنۍ ټولې ستونزې حل شي، په ځانګړي ډول يې د يخنۍ د مخنيوي په اړه په جدي ډول بندوبس وکړی شي.
 
اسير همت روحاني
د پلچرخي زندان